امریکا د ایران په بایکاټ سره خپل هدف ته نه رسیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i91778-امریکا_د_ایران_په_بایکاټ_سره_خپل_هدف_ته_نه_رسیږي
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سید عباس موسوي د تهران پرضد د وسلو د بایکاټونو د تمدیدولو لپاره په نورو هیوادونو باندې د امریکا دباونو ته په اشارې سره وویل نړیواله ټولنه د امریکا ناجایزو او له بدمعاشۍ ډکو غوښتنو ته نه تسلیميږي او واشنګټن چټي او عبث کار تعقیبوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 27, 2020 09:17 Asia/Kabul
  • امریکا د ایران په بایکاټ سره خپل هدف ته نه رسیږي

زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سید عباس موسوي د تهران پرضد د وسلو د بایکاټونو د تمدیدولو لپاره په نورو هیوادونو باندې د امریکا دباونو ته په اشارې سره وویل نړیواله ټولنه د امریکا ناجایزو او له بدمعاشۍ ډکو غوښتنو ته نه تسلیميږي او واشنګټن چټي او عبث کار تعقیبوي .

هغه نن په خبري غونډه کښې د ایران د وسلو د بایکاټ د تضمین په باره  کښې  د امریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو د ادعا په هکله وویل دایران اسلامي جمهوریت دوستانو او د ملګروملتونو د امنیت شورا غړیو ته ویلي  دي چې تهران د امریکا تر دباو لاندې له خپل قانوني حقه چې د ملګروملتونو د امنیت شورا په ۲۲۳۱ پریکړه لیک کښې هم بیان شوی دی  نه محرومیږي .

موسوي په دوام کښې په دې خبرې سره چې د ایران لپاره دا کومه مهمه خبره نه ده چې په امریکا کوم حکومت په کوم ډول ګروهنې سره واک ته رسیږي وویل د ایران اسلامي جمهوریت له تیرو څلویښتو (۴۰) کلونو راهسې د امریکا ټول حکومتونه په بیلابیلو ګروهنو سره ازمویلي دي او د ایران د خلکو لپاره د امریکا د حکومت کړچار او سلوک اهمیت لري .

د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند سید عباس موسوي دغه راز د ایران د مسافر وړونکي الوتکې لپاره د امریکا د دوو(۲) جنګي الوتکو د مزاحمت د رامینځته کولو په هکله وویل امریکا له سمندري غلا څخه هوايي غلا ته رسیدلي ده .

هغه وویل د ایران اسلامي جمهوریت خارجه وزارت ، دفاع وزارت ، قضايي قوه  ، د هیواد د هوايي شرکت په ملګرتیا سره په دې هکله د امریکا د پښیمانه کولو لپاره ضروري اقدامات ترسره کوي .

موسوي له جنوبي کوریا څخه د خپلو پیسو د بیرته اخیستلو لپاره د ایران د هڅو په باره کښې وویل تهران هیله لري سئول په خپلو ژمنو عمل وکړي او که چیرې جنوبي کوریا د خپلواکه کیدا  ادعا لري نو د ایران ملت ته وښيي چې د دریمګړي هیواد تر اغیز لاندې نه ورځي او د ایران د ملت پیسې ورکوي .

د ایران د خارجه وزارت ویاند موسوي په دوام کښې په دې خبرې ټینګار سره چې په سیمه کښې د امریکا شتون په افغانستان کښې د بې ثباتۍ او د ناامنۍ عامل  دی یادونه وکړه د لویدیځې اسیا سیمې او په تیره بیا په افغانستان کښې د ملګرتیا په هکله د امریکا په کړچار او کردار کښې هیڅ ډول صداقت نشته .

هغه د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر نتانیاهو د وروستیو څرګندونو په هکله چې ویلي وو په سوریې کښې د ایران د پوځي شتون اجازه نه ورکوي  ټینګار وکړ د صهیونیسټ رژیم شتون د ایران لپاره ناجایز او غیر قانوني دی او صهیونیسټ رژیم په داسې موقعیت کښې نه دی چې ووايي ایران په کوم ځای کښې په کوم ډول شتون ولري .