ایران د طالبانو له خوا د اوربند د اعلان هرکلې کوي
د ایران د خارجه وزارت ویاند د طالبانو له خوا د درې ورځني اوربند د اعلان په هرکلي سره هیله وښودله چې د طالبانو دغه کار په افغانستان کښې د تفاهم لپاره د ضروري فضا په رامینځته کولو کښې مرسته وکړي.
سید عباس موسوي وویل: ایران د طالبانو له خوا د درې ورځني اوربند اعلان په افغانستان کښې صلحې او ثبات ته د رسیدو په لاره کښې یو مثبت ګام ګڼي.
هغه هیله وښودله چې په افغانستان کښې د اساسي قانون او ولسواکه جوړښتونو په اساس د صلحې لپاره د دواړو لورو د رضایت وړ موافقې ته د رسیدو او د یوې صلحه ایزې حل لارې د موندلو په موخه د افغانستان د حکومت په چورلیزتوب او د طالبانو په شمول د ټولو سیاسي ډلو په ګډون سره بین الافغاني خبرې اترې ډیرې زر پیل شي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند یوځل بیا د ښکیلو خواؤ د غوښتنې له مخې د بین الافغاني خبرواترو په پرمخ بیولو کښې مرستې ته د تهران په چمتووالي ټینګار وکړ.
د ویلو ده چې طالبانو د نیکمرغه لوې اختر په مناسبت په ټول افغانستان کښې درې ورځنې اوربند اعلان کړی او له خپلو غړو یې غوښتي چې د افغانستان د حکومت پر پوځي ځواکونو هیڅ حمله ونه کړي خو که د افغان ځواکونو له خوا پرې برید وشي نو بیا د ځوابي حملې اجازه لري.
د افغانستان حکومت هم د لوې اختر په رخصتیو کښې د درې ورځني اوربند لپاره د طالبانو د وړاندیز هرکلی وکړ او ویې ویل چې خلک د دائمي اوبند او د صلحې د مذاکراتو د پیلیدو غوښتونکي دي.