امریکایان دامنیت شورا له لاروچاروناسمه استفاده کوي
د امنیت شورا غړي باید ځير ووسي او د امریکایانو په لومې کې ګیر نشی او احتمالا دامریکا دغه اقدام هم د دغې شورا دغړو په هوښیارۍ اوځيرتیا سره ناکامیږي .
زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی ایران د خارجه وزارت ویندوي عباس موسوي نن په خبري ناستې کې د ایران داسلامی جمهوریت په ضد دوسلو دبندیزونو د تمدیدولو لپاره د امریکا هڅې ته په اشارې سره وئیلي دي ، امریکایان د ملګروملتو د امنیت شورا له لارو چارو او کړنو ناوړه استفاده کوي .
عباس موسوي نن په تهران کې په خبری کنفرانس کې د ملګروملتو دامنیت شورا په سبا ورځې غونډې کې د ایران په ضد د وسلو د بندیزو د تمدیدولو په باب د امریکا د پریکړه لیک دنوي مسودې مطرح کیدا په باب زیاته کړې ، دغه اقدام له دې مخکې چې دد ایران په ضد وي ، د ملګروملتو د امنیت شورا او نړیوالو لارو چارو په ضد دی.
هغه ددې خبرې په کولو سره چې امریکایانو غواړي ، دملګروملتو امنیت شورا دنابودۍ په لور وکاږي ، یا ئې تر خپلې سلطې لاندې راولي ، روښانه کړې ده ، د امنیت شورا غړي باید ځير ووسي او د امریکایانو په لومې کې ګیر نشی او احتمالا دامریکا دغه اقدام هم د دغې شورا دغړو په هوښیارۍ اوځيرتیا سره ناکامیږي .
د ایران د خارجه وزارت ویندوي د ایران دوسلو دبندیز د تمدیدولو لپاره امنیت شورا ته د فارس خلیج د ملګرتیا شورا دعمومی منشي د وروستي لیک په لیږدولو پسې هم وئيلی دي ، د باؤري خبرونو په اساس ، د فارس خلیج دملګرتیا شورا ځیني غړي اصلا ددغه لیک له مادو خبر هم نه دي .
عباس موسوي د فارس خلیج د څنډې له هیوادونو سره دملګرتیا لپاره د ایران مخکینیو وړاندیزونو ته په اشارې سره وئيلي دي ، ایران هغو هیوادونو ته چې د وسلو د بندیزونو دختمیدا په باب ئې اندیښنه ښودلې ، وائي ، تاسو سیمه د وسلو او تجهیزاتو په ستر انبار بدله کړې ده . اود تاسو دغه اقدام دامریکا په وړاندې یوه چاپلوسي حسابیږي .
د ایران د خارجه وزارت ویندوي د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د تهران د لاسوهنې په باب دو اشنګټن د چارواکو د ادعا په باب هم وئيلي دي ،دا د امریکایانو له ملنډو ډکې ادعاګانې دي ځکه ایران ، دامریکا ډیرو داخلی کسانو ،ګوندونو اوبهیرونو ته څه خاص توجه نه کوي ، بلکې له اسلامی ایران سره د دوي تعامل ،کردار چلند او کړچار ته پام کوي .