امنیت شورا دې د امریکې په وړاندې ودریږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i92215-امنیت_شورا_دې_د_امریکې_په_وړاندې_ودریږي
په ملګرو ملتو کښې د ایران نمایندګۍ په ایران باندې د وسلو د بندیز د غزولو لپاره د امریکې وړاندیزي پریکړه لیک د دغه هیواد د کورني سیاست په لړ کښې وباله او د امنیت شورا له غړو یې وغوښتل چې د امریکې د غیرقانوني او مرض ډوله اقدام په وړاندې ودریږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 14, 2020 01:20 Asia/Kabul
  • امنیت شورا دې د امریکې په وړاندې ودریږي

په ملګرو ملتو کښې د ایران نمایندګۍ په ایران باندې د وسلو د بندیز د غزولو لپاره د امریکې وړاندیزي پریکړه لیک د دغه هیواد د کورني سیاست په لړ کښې وباله او د امنیت شورا له غړو یې وغوښتل چې د امریکې د غیرقانوني او مرض ډوله اقدام په وړاندې ودریږي.

په ملګرو ملتو کښې د ایران نمایندګۍ پرون د یوې خبرپاڼې په صادرولو سره ویلي دي: د امریکې د پریکړه لیک مسوده چې د ۲۲۳۱ پریکړه لیک په څرګندې خلاف ورزۍ سره امنیت شورا ته وړاندې شوی دی، د امریکې د کورني سیاست په لړ کښې دی او د نړیوالې صلحې او امنیت په ساتلو پورې هیڅ اړه نه لري.

په دغې بیانیې کښې راغلي دي: د امریکې د پریکړه لیک وړاندیزي مسودې د امنیت شورا او ملګرو ملتو یوموټې توب، اقتدار او اعتبار او هم داشان څواړخیز پالنه او د قانون او ډیپلماسۍ واکمني په نښه کړې ده.

په ملګرو ملتو کښې د ایران د نمایندګۍ په بیانیه کښې ټینګار شوی دی چې امریکا د بندیزونو په لګولو باندې د خپلې ژورې روږتیا او په امنیت شورا کښې د خپل غیرمسئولانه کړچار د توجیه کولو لپاره په بې بنیاده توګه ایران په سیمه کښې په بې ثباتۍ تورنوي په داسې حال کښې چې د هغې خپل خرابونکې کردار، تفرقه اچونکي سیاستونه او د لویدیځې آسیا هیوادونو ته د وژونکو وسلو د صالدولو لپاره یې نه ختمیدونکې لوږه، په دې سیمه کښې د بې ثباتۍ، ناامنۍ او انساني کړاؤنو اصلي سرچینې دي.

د ویلو ده چې د امریکې حکومت د ایران خلاف د خپلو غلیمانه سیاستونو په دوام کښې تیره چارشنبه په ایران باندې د وسلو د بندیز د غزولو لپاره خپل وړاندیزي پریکړه لیک د امنیت شورا په ایجنډا کښې شامل کړ او ټاکل شوې چې د دغه پریکړه لیک په سر د رایه اخیستنې وخت معلوم شي. دا په داسې حال کښې دي چې په امنیت شورا کښې د دغه ایراني ضده اقدام په پرمخ بیولو کښې د امریکې د ماتې امکان ډیر دی.