اسلامي ایران تل د فلسطین د ایډیل ملاتړ کوي
زمونږ خبریال وايي دایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف بیګا د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره په ټيلي فوني خبرو کښې د اړیکو د عادي کولو لپاره د صهیونیسټ رژیم او د متحده عربي اماراتو د موافقې د غندلو په ترڅ کښې ټینګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت تل د فلسطین د ایډیل ملاتړ کوي .
د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه هم په دغو ټیلي فوني خبرو کښې د فلسطین له ایډیل د ملاتړ لپاره د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي ، د ملت او د حکومت په قدرونې سره وویل د فلسطین ملت تل له نیواکګرۍ سره د مبارزې او د مقاومت لارې ته دوام ورکړی او د داډول خائنانه اقداماتو تر اغیز لاندې به ورنشي .
د امریکا ولسمشر ټرمپ وړمه ورځ د اړیکو په بشپړه ډول د عادي کولو لپاره د صهیونیسټ رژیم او د متحده عربي اماراتو د موافقې خبر ورکړ.
اسلامي نړۍ له اسرائیلو سره د متحده عربي اماراتو په موافقې پراخې نیوکې کړي دي .