امریکا له اسنپ بک څخه د استفادې حق نه لري
جواد ظریف د امریکا ورپسې ګام له اسنپ بک څخه استفادې ته مخه کول بللي او وئيلي ئې دي ، که اسنپ بک یا دمیکانزم لیندۍ دومره آسانه اوساده وائ ،نو امریکا ولې دوه کاله مخکې ورځیني استفاده نه کوله ،یا ولې ئې په امنیت شورا کې د ماتې له بې شرمۍ مخکې عملي نه کاوۀ .؟
د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف پرون د ایران به ضد د وسلو دبندیز د لغوه کیدا دمخنیوي لپاره د واشنګټن هلوځلو ته په اشارې سره وئیلی دي ،امریکا کابو اوه سوه ورځې مخکې څخه ،د ورځو شمیرلو ته مخه کړې او د ایران په ضد ئې د وسلو دبندیز د ختمیدا دمخنیوي لپاره نړیوالو کارړنګونو ته د مخه کولو پلانونه جوړول پیل کړي وو .
جواد ظریف روښانه کړې ده ، امریکا په جون میاشت کې یو پنځه دیرش ماده یز پریکړه لیک وړاندې کړی ، خو لکه څنګه چې پوهیدله ، د ملګروملتو په امنیت شورا کې به له یوه رایه پرته نوره راي نه ترلاسه کوي ،، دا ئې په یوه څلور ماده ایز پریکړه لیک بدل کړ څو وتوانیږي ، په امنیت شورا کې په راي اخستو سره خپل عزت وساتی ، خو د اسې ئې ونه کړائ شول .
دا یران خارجه وزیر په دوام کې د ایران په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي برایّن هوک استعفی ته هم اشاره کړې او وئيلي ئې دي ، د ایران دمیز مسئول ئې د استعفی په نامې سره ګوښه کړی څو د ناکامۍ ګناه د هغه په ګردن ورواچوي .