امریکا له اسنپ بک څخه د استفادې حق نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i92273-امریکا_له_اسنپ_بک_څخه_د_استفادې_حق_نه_لري
جواد ظریف د امریکا ورپسې ګام له اسنپ بک څخه استفادې ته مخه کول بللي او وئيلي ئې دي ، که اسنپ بک یا دمیکانزم لیندۍ دومره آسانه اوساده وائ ،نو امریکا ولې دوه کاله مخکې ورځیني استفاده نه کوله ،یا ولې ئې په امنیت شورا کې د ماتې له بې شرمۍ مخکې عملي نه کاوۀ .؟
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 17, 2020 03:11 Asia/Kabul
  • امریکا له اسنپ بک څخه د استفادې حق نه لري

جواد ظریف د امریکا ورپسې ګام له اسنپ بک څخه استفادې ته مخه کول بللي او وئيلي ئې دي ، که اسنپ بک یا دمیکانزم لیندۍ دومره آسانه اوساده وائ ،نو امریکا ولې دوه کاله مخکې ورځیني استفاده نه کوله ،یا ولې ئې په امنیت شورا کې د ماتې له بې شرمۍ مخکې عملي نه کاوۀ .؟

 د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف  پرون  د ایران به ضد د  وسلو دبندیز د لغوه کیدا دمخنیوي لپاره  د واشنګټن هلوځلو ته په اشارې سره  وئیلی دي ،امریکا  کابو اوه سوه ورځې مخکې څخه ،د ورځو شمیرلو ته مخه کړې  او د ایران په ضد ئې  د وسلو دبندیز د ختمیدا دمخنیوي لپاره نړیوالو کارړنګونو ته د مخه کولو پلانونه جوړول پیل کړي  وو .

جواد ظریف  روښانه کړې ده ، امریکا په جون میاشت کې  یو پنځه دیرش ماده یز پریکړه لیک وړاندې کړی ، خو لکه څنګه چې پوهیدله  ، د ملګروملتو په امنیت شورا کې به له یوه رایه پرته نوره راي نه ترلاسه کوي ،، دا ئې  په یوه څلور ماده ایز پریکړه لیک بدل کړ څو وتوانیږي ،  په امنیت شورا کې په راي اخستو سره خپل عزت وساتی ، خو د اسې ئې ونه کړائ شول .

 دا یران خارجه وزیر په دوام کې  د ایران په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي  برایّن هوک  استعفی  ته هم اشاره  کړې او وئيلي ئې دي ،  د ایران  دمیز مسئول ئې  د  استعفی په نامې سره ګوښه کړی څو د ناکامۍ ګناه  د هغه په ګردن ورواچوي .