کاظم غريب آبادي:
ايران به له تفاهماتو څخه د آژانس تېرېدل ونه زغمي
د ويانا په نړيوالو ادارو کښې د ايران دائي استازي او سفير تهران ته د ايټمي انرجۍ د نړيوال آژانس د مشر د سفر د نتائجو په بيانولو سره وويل: تهران له آژانسه هيله لري چې په ترلاسه شوي تفاهمونو پابند اوسي، ځکه چې ايران به له هغو تېرېدل ونه زغمي.
د ايرنا د رپوټ له مخې کاظم غريب آبادي په دې باندې په تاکيد سره چې ايران په يوې بنيادي فېصلې سره د آژانس له نوي مشر سره په تعامل کښې خيل روغ نيت وښود، زياته کړه، که آژانس ترهر ډول حالاتو لاندې يا په يوې بهانې سره وغواړي په راتلونکو وختونو کښې د دغه ګډ تفاهم مفاد ترپښو لاندې کړي يا په هغو موضوعاتو چې په بيانيه کښې راغلی دي په غور کولو کښې صحيح چلند ونه کړي نو له آژانس سره د ايران په ملګرتياو او تعلقاتو به تاثير وکړي.
غريب آبادي په دوام کښې وويل؛ د ګډې بيانيې صادرېدل چې د آژانس له پلاوي سره د سختو او کوټلو خبرو اترو نتيجه ده، د دغه تعامل د کاميابۍ ښودنه کوي.