نړیواله ټولنه د ایران او آژانس د موافقې تود هرکلی کوي
دایټمی انرژۍ د نړیوال آژانس مشر رافائل ګروسي وړمه ورځ تهران ته په دوه ورځني سفر راغلی او د ایران له لوړپوړو چارواکو سره پّ لیدوکاتو کې ئې له اسلامی ایران سره د ځيني موافقې کړي دي چې د نړیوالې ټولنې له تاودۀ هرکلی سره مخ شوي او داسې ښکاري چې امریکائي چارواکي ئې یو ځل بیا لالهانده کړي او لاره ترې ورکه شوې ده .
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ د چین او روسیې د خارجه وزارتونو په جلاجلا اعلامیو کې د ایران د اسلامی جمهوریت او دایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس د موافقې په هرکلي او ملاتړ سره هیله ښودل شوې ده چې دواړه لوري له یوه بل سره ملګرتیا وکړي څو دغه موافقه په عملي ډول اغیزشیندونکي شي .
په دغو اعلامیو کې وئيل شوي دي واقعیَتونو ښودلې ده چې سرزوري یوازې د مقاومت دزیاتیدا لامل کیږي او یوازې خبرې اترې دي،چې اختلافات ختمولی اولارې سمولی شي .
داپه د اسې حال کې د ي چې د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست د دفتر په اعلامیې کې دایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس او اسلام ایران ترمینځ د شوي موافقې هرکلی شوی او وئيل شوي دي چې درستې چارې په مشورو او خبرواترو سره پر مخ ځي او سرزوري او یو اړخیز پالنه هیڅکله هم مشکلات نشي حل کولی .