د ایران خارجه وزیر د امریکا هڅې وغندلې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i92532-د_ایران_خارجه_وزیر_د_امریکا_هڅې_وغندلې
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د ګواښ له لارې د ملګروملتونو د بایکاټونو د بیرته راګرځولو لپاره د امریکا هڅې وغندلې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 29, 2020 00:26 Asia/Kabul
  • د ایران خارجه وزیر د امریکا هڅې وغندلې

زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د ګواښ له لارې د ملګروملتونو د بایکاټونو د بیرته راګرځولو لپاره د امریکا هڅې وغندلې .

هغه د ماشه د مکانیزم په هکله د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د امریکا د استازي میرمن کیلي کرافټ مرکې ته په غبرګون کښې وویل وروسته له دې چې درې (۳) ځله امنیت شورا د امریکا هڅې رد کړې واشنګټن اوس هر هغ سړي او هر هغه موجودیت ته چې د واشنګټن او د ماشه د مکانیزم یعني سنیپ بیک ترمینځ واټن رامینځته کړي ګواښ کوي .

د ایران خارجه وزیر جواد ظریف وویل روښانه ده چې د امریکا چارواکي د حقوقو په هکله هیڅ خبرتیا نلري او نه په ملګروملتونو پوهیږي .

په امنیت شورا کښې د امریکا استازي میرمن کیلي کرافټ پرون د سعودي عربستان له العربیه ټیلي ویژن سره په مرکه کښې ادعا کړي وه د ماشه مکانیزم به د سیمې د ملتونو او د امریکا د ګټو پراساس اجرا شي .