د امریکا یواړخیزه کړچار ملګري ملتونه کمزوري کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i92534-د_امریکا_یواړخیزه_کړچار_ملګري_ملتونه_کمزوري_کوي
ایرنا خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت استازي مجید تخت روانچي بیګا د ایران پرضد بندیزونو د بیرته راګرځولو په هکله د امریکا د چارواکو ادعا ته په غبرګون کښې وویل د امریکا یواړخیزه پالنه ملګري ملتونه او امنیت شورا کمزوري کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 29, 2020 00:52 Asia/Kabul
  • د امریکا یواړخیزه کړچار ملګري ملتونه کمزوري کوي

ایرنا خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت استازي مجید تخت روانچي بیګا د ایران پرضد بندیزونو د بیرته راګرځولو په هکله د امریکا د چارواکو ادعا ته په غبرګون کښې وویل د امریکا یواړخیزه پالنه ملګري ملتونه او امنیت شورا کمزوري کوي .

هغه په دې خبرې سره چې نړیوالو قوانینو ته د امریکا بې احترامۍ نوي ریکارډ ته رسیدلي ده وویل امریکا نه یوازې د اټومي تړون او د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک خلاف ورزیانې کړي دي بلکې په قصدي ډول د دغه پریکړه لیک غلطه تفسیره وړاندې کوي  او د خپلو نږدې متحدانو په شمول د ملګرو ملتونو غړي په دې دلیل چې د واشنګټن د زور وینو په وړاندې دریدلي دي ګواښيي .

د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو په تیرې پنجشنبې ورځ د سپینې مانۍ له ایران ضد پریکړه لیک سره د امنیت شورا د پریکنده مخالفت سره سره ادعا وکړه د ایران پرضد د ملګروملتونو بندیزونه به د سپتمبر د میاشتې په شلمه (۲۰) نیټه له سره احیا شي .