په ایران کې ماتم او عزاداري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i92559-په_ایران_کې_ماتم_او_عزاداري
د عاشورې د ورځې په رارسیدو سره، حسیني جذبه په ټول ایران کې خپره شوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 30, 2020 09:39 Asia/Kabul
  • په ایران کې ماتم او عزاداري

د عاشورې د ورځې په رارسیدو سره، حسیني جذبه په ټول ایران کې خپره شوه.

د اسلامي ایران عزاداره خلک د عاشورا په ورځ د سینې وهلو او عزادارۍ ډلو په جوړولو سره د امام حسین علیه السلام او د کربلا د شهیدانو مظلومیت ژاړي.
د زړو او ځوانانو، نارینه و او ښځو په ګډون د خلکو بیلابیلې ډلې په دې مراسمو کې د امام حسین (ع) د شهادت د عزادارۍ لپاره برخه اخلي او خپل سرونه او سینې وهي.
سږکال په ټول ایران کې د کورونا ویروس د خپریدو له امله خپل مراسم له روغتیا لارښوونو تعقیبولو سره له جوماتونو او امام باړو بهر ترسره کړل.