امریکا د ماشې د مکانزم د کارولو صلاحیت نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i92598-امریکا_د_ماشې_د_مکانزم_د_کارولو_صلاحیت_نه_لري
په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي استازي وویل: د امنیت شورا د غړو د حقوقي استدلالونو او د هغې د مشر د جمع بندۍ له مخې امریکا د ایران خلاف د بندیزونو د بیرته راستنولو د لارې چارې د استعمالولو صلاحیت او وړتیا نه لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 01, 2020 01:16 Asia/Kabul
  • امریکا د ماشې د مکانزم د کارولو صلاحیت نه لري

په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي استازي وویل: د امنیت شورا د غړو د حقوقي استدلالونو او د هغې د مشر د جمع بندۍ له مخې امریکا د ایران خلاف د بندیزونو د بیرته راستنولو د لارې چارې د استعمالولو صلاحیت او وړتیا نه لري.

په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي استازي وویل: د امنیت شورا د غړو د حقوقي استدلالونو او د هغې د مشر د جمع بندۍ له مخې امریکا د ایران خلاف د بندیزونو د بیرته راستنولو د لارې چارې د استعمالولو صلاحیت او وړتیا نه لري.

د ایرنا د خبر له مخې مجید تخت روانچي پرون د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کښې چې دغه ارګان ته د امنیت شورا د کلني رپورټ د څیړنې لپاره جوړه شوې وه، په خپله وینا کښې، په لویدیځې آسیا کښې د امریکې ځینو خرابونکو اقداماتو ته په اشارې سره د امنیت شورا او د هغې د غړو د پابنده کولو په ضرورت ټینګار وکړ.

په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر په ۲۰۱۹ کال کښې د امریکې له خوا د ایران دسمندي او هوايي حدودو خلاف ورزۍ ته په اشارې سره څرګنده کړه: امریکې د ایران خلاف خپله بلاغوښتنه دومره زیاته کړې چې د دغه هیواد د ولسمشر په نیغ په نیغه حکم سره په یو ترهګر اقدام کښې یې د سردار سلیماني په شمول د ترهګرۍ خلاف جنګیدونکي سیمه ایز اتلان یې شهیدان کړل او سره له دې چې زیاترو حقوق پوهانو دغه کار د ملګرو ملتو د منشور او د نړیوالو حقوقو څرګنده خلاف ورزي وبلله، امنیت شورا غلې پاتې شوه.

تحت روانچي هم داشان د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک او د ایټمي موافقې په خلاف ورزۍ کښې د امریکې اقداماتو ته په اشارې سره وویل: دغه هیواد د خپلو هلوځلو په دوام کښې د ایران خلاف د وسلو د بندیز د لګولو لپاره یو پریکړه لیک وړاندې کړ چې د شورا ۱۳ غړو رد کړ.