د برجام د ساتنې يوازېنۍ لار د بنديزونو ختمول دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i92635-د_برجام_د_ساتنې_يوازېنۍ_لار_د_بنديزونو_ختمول_دي
د ايران د خارجه وزير سياسي مرستيال وويل، د برجام د ساتنې اصولي لاره د بنديزونو د ختمولو په لړ کښې د دغې موافقې له ګټو څخه د ايران برخورېدل دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 02, 2020 10:16 Asia/Kabul
  • د برجام د ساتنې يوازېنۍ لار د بنديزونو ختمول دي

د ايران د خارجه وزير سياسي مرستيال وويل، د برجام د ساتنې اصولي لاره د بنديزونو د ختمولو په لړ کښې د دغې موافقې له ګټو څخه د ايران برخورېدل دي.

سيد عباس عراقچي چې د برجام د ګډ کمېشن په غونډه کښې د ګډون لپاره يې ويانا ته سفر کړے دے له نور نيوز سره په مرکه کښې چې نن خپره شوه، د دغې غونډې په رغانده والي باندې په تاکيد سره زياته کړه، د برجام د ګډ کمېشن غړي په دې خبره يوه خوله او متفق القول وو چې امريکې د ۲۰۱۸ کال د مۍ له اتمې نه په برجام کښې خپل مشارک اودرولے دے او نوره د دغې موافقې غړے نه ګڼل کيږي نو ځکه نه شي کولې د بائيکاټونو د ستنولو په شمول په برجام کښې له بيان شويو حقوقو څخه استفاده وکړي.

عراقچي واضحه کړه د برجام د ګډ کمېشن غړي د امریکې له قانونو ماتونط سره د مقابلې لپاره اجماع لري.

د ايران د خارجه وزير سياسي مرستيال همدارنګ د دې په بيانولو سره چې د برجام د ګډ کمېشن غړي د دغې نړيوالې موافقې په ساتنط تاکيد لري وويل: د برجام د ساتنې يوازېنۍ اصولي لار  د بنديزونو د ختمولو په لړ کښې چې يوازې د برجام د غړيو د عملي ګامونو د غوره کولو له لارې رامنځته کيږي د دغې موافقې له ګټو څخه د ايران برخورېدل دي.