د اسلامی ایران وسلوال ځواک داقتدار په اوج کې دی
د اسلامی جمهوری نظام دښمنان چې دامریکا جنایتکار او د صهیونیسټي وحشي رژيمونه ئې په سر کې دي، په سیمې کې په اوسني حساس وخت کې شتون لري ، او په سپین سترګیتوب سره هڅه کوي ،د خپلو ځينو تالی څټو او ګوډاګیانو عناصرو په ملاتړ سره ایران یو ناکراره هیواد وبریښوي .
زمونږ خبریال راپور راکړ د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ دمځکني ځواک قوماندان سردار تورن جنرال کیومرث حیدري پرون دایران او افغانستان په سرحدي سیمې دوغارون تائباد کې د یوې پستې د افتتاح په دستورو کې وئيلي دي ، د دښمن له وهمه ډکو ګروهنو په اپوټه چې په درستو حوزو په تیره بیا دپوځي ځواک په حوزې کې د اسلامی ایران د سستۍ او وروسته پاتیوالي لیواله دی ، نن سبا اسلامی ایران دامنیت او ثبات په ترټولو خوښ حد کې دی .
سردار حیدري زیاته کړې ده ، د اسلامی جمهوری نظام دښمنان چې دامریکا جنایتکار او د صهیونیسټي وحشي رژيمونه ئې په سر کې دي، په سیمې کې په اوسني حساس وخت کې شتون لري ، او په سپین سترګیتوب سره هڅه کوي ،د خپلو ځينو تالی څټو او ګوډاګیانو عناصرو په ملاتړ سره ایران یو ناکراره هیواد وبریښوي .
د ایران دپوځ د مځکني ځواک قوماندان ددې خبرې په کولو سره چې دښمن د اسلامی ایران د وسلوال پوځ له وجوده ویره اووحشت لري ، زیاته کړې ، داسلامی اران د پوځ مځکنی ځواک د افغانستان دپولې په اوږدو کې د ایران د ختیځي سرحدي پټئ د کابو شپږ سوه دیرش کلومیټري برخې دساتنې او امنیت مسئولیّت په غاړه لري اوپه راتلونکي د ایران دجنوب ختیځي پولو تر وروستیو پورې به دغه شتون او بیاوړی اقتدار دنړیوالو نندارې ټه وړاندې کړي .
همداراز دا یران د پوځ د هوافضا ځواک قوماندان سردار یوسف قرباني هم په مشهد کې د پوځ د هوائي ځواک د پیلوټانو ، قوماندانانو او د پنځم کنډک د عملیاتي ځواک له نورو مسئولانو سره په کتنې کې وئیلي دي ،د هوافضا ځواک کارکونکي او پرسنل له کافی بصیرت او هوښیارتیا او ځیرتیا برخمن دي او په بشپړ تیارسۍ کې دي او هیڅکله به د اسلامی ایران غلیمانو ته د کږو سترګو د غړولو اجازت هم ورنکړي .