د سویزرلینډ خارجه وزیر نن ایران ته راځي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده تهران ته د سویزرلینډ د خارجه وزیر د سفر په هکله د خبریالانو پوښتنې ته په ځواب کښې وویل د سویزرلینډ خارجه وزیر له مخکني پروګرام سره سم نن سهار ایران ته راځي .
سعید خطیب زاده زیاته کړه د سویزرلینډ د خارجه وزیر د سفر رسمي پروګرامونه په اصفهان ښار کښې له لنډې دمې وروسته له سبا څخه په تهران کښې پیلیږي چې ترټولو مهم پروګرام یې د دواړو هیوادونو د اړیکو د پیلیدا سلمه (۱۰۰)غونډه ده .
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند خطیب زاده وویل سبا او بل سبا به د ایران له ولسمشر ، خارجه وزیر او نورو لوړرتبه چارواکو سره د سویزرلینډ د خارجه وزیر کتنې وشي .
خطیب زاده وویل په تهران کښې د سویزرلینډ د خارجه وزیر د خبرو اترو او د کتنو اصلي چورلیزونه په دوه اړخیزه ، سیمه ییزو او نړیوالو ډګرونو کښې د ګډو اقداماتو په هکله سلامشوره او د نظر تبادله او دغه راز د سوریزرلینډ د مالي کانال په هکله په موضوعګانو غور کول دي .