امریکا او اروپائي هیوادونه د نشه ایزو موادو د قاچاقبروملاتړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i92727-امریکا_او_اروپائي_هیوادونه_د_نشه_ایزو_موادو_د_قاچاقبروملاتړي_دي
د ایران دقضایه قوې مشر په افغانستان کې دکوکنارو د کښت او د نشه ایزو موادو د تولید زیاتیدا ته هم اشاره کړې اووئيلي ئې دي ،په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او دنشه ایزو موادو د تولید زیاتیدا د امریکائي ترهه ګرو پوځيانو او مشرانو تر په ملاتړ سره لاپراخه شوې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 07, 2020 00:56 Asia/Kabul

د ایران دقضایه قوې مشر په افغانستان کې دکوکنارو د کښت او د نشه ایزو موادو د تولید زیاتیدا ته هم اشاره کړې اووئيلي ئې دي ،په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او دنشه ایزو موادو د تولید زیاتیدا د امریکائي ترهه ګرو پوځيانو او مشرانو تر په ملاتړ سره لاپراخه شوې ده .

ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ  د  اسلامی ایران دقضایه قوې مشر سید ابراهیم رئسي  پرون په تهران کې له نشه  ایزو موادو سره  د مبارزې دبهیر د ارزونې اوتاوان موندنې  په غونډې کې  ددې خبرې په کولو سره چې  امریکا اواروپائي هیوادونه د  نشه ایزو توکو د قاچاقبرو ملاتړي دي ، وئيلي  دي، دسیمې ځّيني هیوادونه هم  دنشه ایزو موادو  له ټرانزیټ او ویشلو څخه زیات عایدات ترلاسه کوي .

 د ایران دقضایه قوې مشر  په افغانستان کې  دکوکنارو د کښت  او د نشه ایزو موادو د تولید زیاتیدا ته  هم اشاره کړې اووئيلي ئې دي ،په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او دنشه ایزو موادو د تولید زیاتیدا  د امریکائي ترهه ګرو پوځيانو او مشرانو تر په ملاتړ سره لاپراخه شوې ده .

 ښاغلي رئسي  په دوام کې  له نشه ایزو موادو سره  دا یران مبارزې ته هم اشاره کړې او وئیلي ئې دي،نړیوالو اورګانونو،له نشه ایزوموادوسره د اغیزشیندونکي او جدي مبارزې په دلیل  اسلامی ایران ته  اته میډالونه ورکړي او  په لسګونو ځله ئې  داسلامی جمهوری نظام قدرونه او ستاینه کړې ده ،خو دغه ستاینې  او قدرونې  او ملاتړ یوازې د خبرو تر حده دی او په عمل کې هیڅ  د ول ګامونه نه پورته کوي .

 دملګروملتو اړونده ادارو  د ایران اسلامی جمهوریت  د له نشه ایزو توکو سره دمبارزې بیرغوال  بللی دی .