د افغانستان له لارې مینځنۍآسیاته د ایران دشیانودصادریداچینل جوړ شوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i92732-د_افغانستان_له_لارې_مینځنۍآسیاته_د_ایران_دشیانودصادریداچینل_جوړ_شوی
د ایران د خارجه وزیر مرستیال همدرااز د افغانستان دتاجرانو لپاره په وروستیو میاشتو کې د څه دپاسه اته زره تجارتی ویزو صادریدا ته په اشارې سره یادونه کړې ده ،ایرانیو او افغان تاجرانو د مینځنۍ آسیائي هیوادونو ته د ایرانیو شیانو د صادراتو د لاس رسي چینل د رامینځةکیدا هم تود هرکلی کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 07, 2020 02:04 Asia/Kabul
  • د افغانستان له لارې مینځنۍآسیاته د ایران دشیانودصادریداچینل جوړ شوی

د ایران د خارجه وزیر مرستیال همدرااز د افغانستان دتاجرانو لپاره په وروستیو میاشتو کې د څه دپاسه اته زره تجارتی ویزو صادریدا ته په اشارې سره یادونه کړې ده ،ایرانیو او افغان تاجرانو د مینځنۍ آسیائي هیوادونو ته د ایرانیو شیانو د صادراتو د لاس رسي چینل د رامینځةکیدا هم تود هرکلی کړی دی .

د ایران  دخارجه وزیر داقتصادي ډيپلوماسۍ دچارو مرستیال  غلام رضا انصاري  پرون  په تهران کې د  بهرنیو اقتصادي اړیکو  دغږملونکي کمیټې  د غونډې  په څنډې کې  د کابل تهران  تجارتي اړیکو پراختیا ته په اشارې سره  روښانه کړې ده ،  له  افغانستان سره د  اقتصادي اړیکو دپراختیا  لارې  او د تاجرانو په وړاندې مشکلات په دغې غونډې کې ارزول شوي دي .

 انصاري  ددې خبرې په کولو سره چې   له افغانستان سره د ایران تجارت  په سیمې کې  د تجارت دوهمه اندازه  لري ، وئیلي دي ، په وروستیو کلونو کې د دو اړو هیوادونو تجارت د پام وړ وده کړې ده او همدغه  وده کونکی  بهیر  د ګاډو دتګ راتګ  پشمول په پولو کې د ځینو مشکلاتو درامینځةکیدا لامل شوی دی .