ولسمشر روحاني:
د ایران خلک به د امریکې بدماشۍ ته تسلیم نه شي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د تهران خلاف د امریکې ظالبمانه او ناعادلانه بندیزونو ته په اشارې سره وویل: د ایران خلک به د یو قدرت د بدماشۍ او زورورۍ په وړاندې تسلیم نه شي.
حسن روحاني پرون په تهران کښې د سویټزرلینډ د خارجه وزیر ایګنازیو کاسیس Ignazio Cassis په کتنه کښې، په دې خبرې سره چې د هیوادونو په اړیکو کښې معیار باید نړیوال اصول او د ملګرو ملتو د امنیت شورا پریکړه لیکونه وي، څرګنده کړه: امریکا له کلونو راهیسې د ایران د جمهوري اسلامي نظام د ختمولو او زمونږ په کورنیو چارو کښې د لاسوهنې په لټه کښې ده.
هغه په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې ایران پر نړیوالو اصولو او څواړخیزو موافقو پابند پاتې شوی دی، څرګنده کړه: هر کله چې امریکایان فیصله وکړي چې له خپلو تیروتنو لاس واخلي او د امنیت شورا ۲۲۳۱ پریکړه لیک او ایټمي موافقې ته راستانه شي، لارته ورته خلاصه ده.
د اسلامي ایران ولسمشر د خپل هیواد خلاف د بندیزونو او اقتصادي جنګ په شمول د امریکایانو ځینو جنایتونو ته په اشارې سره وویل: ملګري او د نړۍ آزاد هیوادونه دې د امریکې د ترهګرۍ او غیرقانوني اقداماتو په وړاندې غلې پاتې نه شي.
ولسمشر روحاني په دې خبرې سره چې ایران تمه لري د کرونا وایرس د خپریدو په دې روانو حالاتو کښې اروپايي هیوادونه د امریکې د اقتصادي ترهګرۍ په وړاندې پریکنده او څرګند عملي اقدام وکړي، د سویټزرلینډ د مالي کانال د لافعاله کیدو او د هغو د لااغیزناک او ګټه ور رول د لوبولو غوښتنه وکړه.
په دغه ملاقات کښې د سویټزرلینډ خارجه وزیر هم د خپل هیواد او ایران ترمینځ د سیاسي او سفارتي اړیکو د پیلیدو سلمې کلیزې ته په اشارې سره د دواړو هیوادونو اړیکې ډیرې ښې او صمیمانه وبللې او په ټولو برخو کښې د دغو اړیکو په پراختیا او ژورتیا یې ټینګار وکړ.