امریکا به ایراني ضد یوې موخې ته هم ونه رسیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i92808-امریکا_به_ایراني_ضد_یوې_موخې_ته_هم_ونه_رسیږي
د بندیزونو اوکرونائي بحران له امله له درستو مشکلاتو اوشخړو سره سره ، له نیکمرغه هیواد په تیرو دوو میاشتو کې داقتصادي ودې په لار روان شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 09, 2020 08:54 Asia/Kabul
  • امریکا به ایراني ضد یوې موخې ته هم ونه رسیږي

د بندیزونو اوکرونائي بحران له امله له درستو مشکلاتو اوشخړو سره سره ، له نیکمرغه هیواد په تیرو دوو میاشتو کې داقتصادي ودې په لار روان شوی دی .

د ایران داسلامی جمهوریت  ولسمشر حسن روحاني  نن دحکومتي کابینې په غونډې کې ددې خبرې په کولو سره چې  امریکا  فکر کاوۀ، په اقتصادي دباؤ او دبندیزونو په تپلو سره  دایران ملت په ګونډو کولی شي ، زیاته کړې ،امریکایان نه یوازې  خپلو موخو ته ونه رسیدل، بلکې  د ملګروملتو په امنیت شورا ، په نړیواله سویه او حتی د خپل ملت په وړاندې ئې خپل حیثیّت او عزت په بشپړ ډول  له مینځه وړی .

ډاکټر روحانی ددې  خبرې په کولو سره  چې دښمنانو د دروغجنو چینلونو او رسندویو په رامینځةکولو سره د ایران  دملت د ګټو په ضد پراخ تبلیغات پیل کړی دی ، روښانه کړې ، په دغو رسندویو او چینلونو کې  هره ورځ په بیلابیلو پلمو سره  یوې اندیښنې راپورته کولو ته  لمن وهي  او په مختلفو بازارونو کې جنجالونه اوترینګلتیاوې رامینځةکوي،چې البته تل د ولس په هوښیارۍ او ځيرتیا سره  رسوا شوي او د ایران د ملت له پیاوړي  او سخت ځواب سره مخامخ شوي دي .

 د اسلامی ایران ولسمشر  همداراز د دښمن د ظالمانه  بندیزونو اواقتصادی دباؤ په مقابل کې  د ایران دملت  ددریدا او مقاومت په قدرونې سره روښانه کړې ده ،د ایران ملت ،درستو قواؤ  او  ددرستو اجرائي اورګانونو مسئولانو خپل ټول توان  په اوسنیو  سختو شرائطو کې  کارولی  او  د بندیزونو اوکرونائي بحران له امله  له درستو مشکلاتو اوشخړو سره سره ، له نیکمرغه هیواد په تیرو دوو میاشتو کې داقتصادي ودې په لار روان شوی دی .