د ایران او ترکیې دملګرتیاؤ د لوړې شورا شپږمه غونډه
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په دغې غونډې کې پخپلې ویډیوئي وینا کې ددې خبرې په کولو سره چې ایران اوترکیه د سیمې د ډيرو مشکلاتو او مسئلو په حل کولو کې له ټاکونکي رول څخه برخمن دي ، ټينګار کړی ، انقره او ایران به د مخکینیو موافقو په اجرا کې د چټکتیا او دملګرتیاؤ دلاپياوړتیا و زیاتولو لپاره کوټلي هڅه وکړي .
ایران او ترکیه په سیمې کې د وه مهم او اغیزشیدونکي هیوادونه دي او د تیرو وختونو ناخوښو او کرغیړنو پيښو د دوو ګاونډیو هیوادونو پر اړیکو هیڅ اغیزې ونه شیندل شوې . په اوسني وخت کې هم ایران او ترکیې د دښمنانو پر دسیسو دغلبې لپاره ، د ملګرتیاؤ له پیاوړتیا پرته بله هیڅ لاره نه لري . دغه ځانګړنې د دو اړو هیوادونو اړیکې له سټراټژيکو مولفو د برخمنیدا نښته ده .
په همدې لړ کې د ایران داسلامی جمهوریت او ترکیې جمهوریت دملګرتیا د لوړې شورا شپږمه ناسته د ایران به کوربتوب سره او د کرونا ویروس دخوریدا د ځانګړي شرائطو په دلیل ، د ویډیو ئي کنفرانس له لارې ترسره شوې ده .
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په دغې غونډې کې پخپلې ویډیوئي وینا کې ددې خبرې په کولو سره چې ایران اوترکیه د سیمې د ډيرو مشکلاتو او مسئلو په حل کولو کې له ټاکونکي رول څخه برخمن دي ، ټينګار کړی ، انقره او ایران به د مخکینیو موافقو په اجرا کې د چټکتیا او دملګرتیاؤ دلاپياوړتیا و زیاتولو لپاره کوټلي هڅه وکړي .
له دې پلوه د تهران دغونډې فیصلې په درو دلیلونو ډ يرې مهمې دي .
لومړی دلیل ئې دګډو ګټو دخوندي ساتلولپاره دپیاوړو انګیزو درلودل دي، دوهم دلیل ئې ، د اقتصادي مناسباتو پراختیا ده چې د د واړو هیوادونو د ولسونو په ګټه ده . په داسې شرائطو کې چې د امریکا یو اړخیز پالنه او بندیزونه ، د امریکا دسیاسی موخو د تپلو اودباؤنو لپاره په یوه آوزاربدل شوي دي ، دسیمه ایز و تجارتي او اقتصادي مناسباتو پیاوړتیا به نه یوازې دایران او ترکیې په ګټه وي ، بلکې د ګډو ګواښونو دپيژندلو او دملګرتیاؤ له پیاوړتیا سره به هم مرسته وکړي .
دریم دلیل ئې ، له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په چورلیز د سیمې د امنیت پر پیاوړتیا د دواړو هیوادونو دګډو هلوځلو اغیزشیندل دي .
په همدې چوکاټ کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان داسلامی ایران له ولسمشر حسن روحاني سره پخپلو پرونیو څرګندونو کې د آستانې د سولې د خبرو اترو د بهیر په چوکاټ کې د تهران ،ماسکو او انقرې درو اړخیزو ملګرتیاؤ ته په اشارې سره ټينګار کړی ، ترکیه تیاره ده ، له ترهه ګرۍ سره په مبارزې او په سیمه ایزو ملګرتیاؤ په تیره بیا د سورئې په باب له ایران سره خپلې ملګرتیاوې لاپراخې کړي .
ایران او ترکیه تر دې دمه دسیمې بدلونونو ته جامع او سټراټژيک نظر لري . له همدې اړخه ، د دواړو هیوادونو د ملګرتیاؤ دلوړې شورا په شپږمې ناستې کې ، دواړو لورو ،د فلسطین موضوع هم دیوه مهمه سیمه ایزه مسئله وبلله او په همدې باب ئې له صهیونیسټي رژيم سره د متحده عربی اماراتو له خیانته ډکه موافقه د سیمې دا منیت لپاره یو ګواښ او په اسلامي نړۍ او د فلسطین په آئيډیا یو ګوزار وبالۀ .
د سیمه ایزو پیوندونو په موضوع کې هم باید ووئیل شي ، ترکیه له اروپا سره د ایران د ارتباطي پل په توګه او متقابلا هم ایران د فارس خلیج د حوزې او د لویدیځي آو ختیځي آسیا له ځینو مهمو برخو سره دترکیې د سترې ارتباطي دروازې په توګه پر یوه بل متقابلې اغیزې شیندي . دسیمې په جغرافیا کې دغه پيوندونه ، یو بل مهم عامل دی ، چې د د واړو هیوادونو اړیکې ئې دسټراټژيک لور وآخوا ته کاږلي دي .
ددغو مولفو ټولګې ته په پام سره ، د تهران غونډه باید له ځينو فیصلو سره یو ځاي مهمه وارزول شي ، په تیره بیا دا چې تهران او انقره کلک هوډ لري ، خپلې ستراټژيکې اړیکې په ټولو ډګرونو کې په تیره بیا په اقتصادي او تجارتي برخو کې لازیاتې ژورې اوپراخې کړي .