د ایران او ترکیې دملګرتیاؤ د لوړې شورا شپږمه غونډه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i92811-د_ایران_او_ترکیې_دملګرتیاؤ_د_لوړې_شورا_شپږمه_غونډه
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په دغې غونډې کې پخپلې ویډیوئي وینا کې ددې خبرې په کولو سره چې ایران اوترکیه د سیمې د ډيرو مشکلاتو او مسئلو په حل کولو کې له ټاکونکي رول څخه برخمن دي ، ټينګار کړی ، انقره او ایران به د مخکینیو موافقو په اجرا کې د چټکتیا او دملګرتیاؤ دلاپياوړتیا و زیاتولو لپاره کوټلي هڅه وکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 09, 2020 10:04 Asia/Kabul
  • د ایران او ترکیې دملګرتیاؤ د لوړې شورا شپږمه غونډه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په دغې غونډې کې پخپلې ویډیوئي وینا کې ددې خبرې په کولو سره چې ایران اوترکیه د سیمې د ډيرو مشکلاتو او مسئلو په حل کولو کې له ټاکونکي رول څخه برخمن دي ، ټينګار کړی ، انقره او ایران به د مخکینیو موافقو په اجرا کې د چټکتیا او دملګرتیاؤ دلاپياوړتیا و زیاتولو لپاره کوټلي هڅه وکړي .

ایران او ترکیه  په سیمې کې د وه مهم او اغیزشیدونکي  هیوادونه دي  او د تیرو وختونو  ناخوښو  او کرغیړنو پيښو د دوو ګاونډیو هیوادونو پر اړیکو هیڅ اغیزې ونه شیندل شوې .  په اوسني وخت کې  هم ایران او ترکیې د دښمنانو پر دسیسو دغلبې لپاره ، د ملګرتیاؤ له پیاوړتیا پرته  بله هیڅ لاره نه  لري  . دغه ځانګړنې د دو اړو هیوادونو   اړیکې له سټراټژيکو مولفو  د برخمنیدا  نښته ده .

په همدې لړ کې  د ایران داسلامی جمهوریت او ترکیې جمهوریت  دملګرتیا د لوړې شورا شپږمه  ناسته د  ایران به کوربتوب سره او  د کرونا ویروس دخوریدا د ځانګړي شرائطو په دلیل ، د ویډیو ئي کنفرانس له لارې ترسره شوې ده .

 د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  په دغې غونډې  کې پخپلې ویډیوئي وینا کې  ددې خبرې په کولو سره چې  ایران اوترکیه  د سیمې د ډيرو مشکلاتو او مسئلو په حل کولو کې  له ټاکونکي  رول څخه برخمن  دي ، ټينګار کړی ، انقره او ایران به  د مخکینیو  موافقو په اجرا کې د چټکتیا او دملګرتیاؤ دلاپياوړتیا و زیاتولو لپاره کوټلي هڅه وکړي .

 له دې پلوه  د تهران دغونډې  فیصلې  په  درو دلیلونو ډ يرې مهمې دي .

 لومړی دلیل ئې دګډو ګټو دخوندي ساتلولپاره  دپیاوړو انګیزو درلودل دي، دوهم دلیل ئې ، د اقتصادي مناسباتو پراختیا ده چې  د د واړو هیوادونو د ولسونو په ګټه  ده .  په داسې شرائطو کې چې  د امریکا یو اړخیز پالنه او بندیزونه ، د امریکا دسیاسی موخو د تپلو اودباؤنو لپاره په یوه آوزاربدل شوي دي ،  دسیمه ایز و تجارتي او اقتصادي مناسباتو پیاوړتیا به نه یوازې دایران او ترکیې په ګټه وي ، بلکې  د ګډو ګواښونو دپيژندلو او دملګرتیاؤ  له پیاوړتیا سره به هم مرسته وکړي .

دریم دلیل ئې ،  له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په چورلیز د سیمې د امنیت پر پیاوړتیا  د دواړو هیوادونو دګډو هلوځلو اغیزشیندل دي .

 په همدې چوکاټ کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان داسلامی ایران له ولسمشر حسن روحاني سره  پخپلو پرونیو څرګندونو کې د آستانې د سولې د خبرو اترو د  بهیر  په چوکاټ کې د تهران ،ماسکو او انقرې  درو اړخیزو ملګرتیاؤ ته په اشارې سره  ټينګار کړی ، ترکیه تیاره ده ، له ترهه ګرۍ سره په مبارزې  او په سیمه ایزو ملګرتیاؤ په تیره بیا د سورئې په باب له ایران سره  خپلې ملګرتیاوې لاپراخې کړي .

  ایران او ترکیه تر دې دمه  دسیمې بدلونونو ته جامع او سټراټژيک نظر  لري .   له همدې اړخه ، د دواړو هیوادونو د ملګرتیاؤ دلوړې شورا په  شپږمې ناستې کې ، دواړو لورو ،د فلسطین موضوع هم  دیوه مهمه سیمه ایزه مسئله وبلله او  په همدې باب ئې  له صهیونیسټي رژيم سره د  متحده عربی اماراتو له خیانته ډکه موافقه  د سیمې دا منیت  لپاره  یو ګواښ او په اسلامي نړۍ او د فلسطین په آئيډیا یو ګوزار وبالۀ .

د سیمه ایزو پیوندونو په موضوع کې هم باید ووئیل شي ، ترکیه  له اروپا سره د ایران د ارتباطي پل په توګه او  متقابلا  هم  ایران   د فارس خلیج د حوزې او د لویدیځي آو ختیځي آسیا  له ځینو مهمو برخو سره  دترکیې د  سترې ارتباطي دروازې په توګه پر یوه بل متقابلې اغیزې شیندي .  دسیمې په جغرافیا کې دغه پيوندونه ، یو بل مهم عامل دی ، چې  د د واړو هیوادونو اړیکې  ئې   دسټراټژيک لور  وآخوا ته کاږلي دي .

ددغو مولفو ټولګې ته په پام سره ، د تهران غونډه باید  له  ځينو  فیصلو سره یو ځاي  مهمه وارزول شي ، په تیره بیا دا چې تهران او انقره کلک هوډ لري ،  خپلې ستراټژيکې اړیکې په ټولو ډګرونو کې په تیره بیا  په اقتصادي او تجارتي  برخو کې لازیاتې ژورې اوپراخې کړي  .