خارجي ځواکونه د افغانستان د جنګ اصلي علت دی
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د حکومت او د طالبانو او د سیاسي ډلو ترمینځ د خبرواترو د پیلیدا په هرکلي سره د بهرنیو ځواکونو شتون په دغه هیواد کښې د جنګ د دوام اصلي علت وباله .
د ایران خارجه وزارت نن په یوې(۱) بیانیې کښې وویل په افغانستان کښې ټول مسائیل او شخړې د خبرو اترو له لارې د حل وړ دي او د خارجي عسکرو په مسولانه ډول وتل په دغه هیواد کښې سولې او امنیت ته د رسیدا لپاره د نه انکار وړ وارمخکې ضرورت دی .
د ایران د بهرنیو چارو وزارت بیانیه زیاتوي تهران هیله من دی طالبان او سیاسي ډلې د مذهبي او د قومي لږکیو د حقوقو ، د ښځو د کرامت او د حقوقو او د پراخ بنسټه سیاسي ګډون ، د ولسواکه جوړښتونو او د اساسي قانون په شمول د افغانستان د خلکو د ارزښمنو بریاو په ساتلو سره پایداره موافقې ته ورسیږي چې د هیواد د سولې ، ارامښت ، هوساینې او د خلکو د نیکمرغۍ سبب شي او په خپل وار سره د دې سبب شي چې افغان کډوال خپل هیواد ته بیرته ورستانه شي او د افغانستان په ترقۍ ، ودې او بیا رغونې کښې خپل ونډه او رول ولوبوي .
د ایران د خارجه وزارت په بیانیې کښې د تهران په بیا چمتووالي اعلانولو سره چې د تیر وخت په شان یې د افغانستان د سولې د بهیر له پرمختګ سره مرسته کړي او خپل امکانات او وسونه د افغانستان د وروڼو او د خویندو په واک کښې ورکړي هرډول سیاسي فرصت غوښتنه او ګټه ترلاسه کول په تیره بیا له بین الافغاني خبرو اترو د انتخاباتي ګټه د پورته کولو لپاره د امریکا د حکومت استفاده غندي او هغه د دغو خبرو اترو ګډوډونکي ګڼي .