صیهونیسټ رژیم سره د اړیکوعادی کول له فلسطینی ولس سره خیانت دې
ډاکټر علی اکبر ولایتی له صیهونیسټ رژیم سره د اړیکو په عادی کولو کسی د بحرین د اقدام په غندلو سره ټینګار وکړه دغه اقدام د فلسطین د مظلوم ولس له ایډیالونوسره خیانت او سترګې پټول دي .
د اسلامی ویښتیاد نړیوالې ټولنې عمومی منشی ډاکټر علی اکبر ولایتی له صیهونیسټ رژیم سره د اړیکو په عادی کولو کسی د بحرین د اقدام په غندلو سره ټینګار وکړه دغه اقدام د فلسطین د مظلوم ولس له ایډیالونوسره خیانت او سترګې پټول دي .
ډاکټر ولایتی نن په یوه بیانیه کې دې ته په اشارې سره چی د ال خلیفه رژیم شرمونکی اقدام د بحرین او همداراز د اماراتو د واکوالانو بی تدبیری نندارې ته وړاندی کوی ، جوته کړه دغه شرمونکې اقدام به د سیمې دځینو مرتجع واکوالانو د څیرې د نفاق د جوتیدا ، د ګوډاګیانو د حقیقی نیتونوپه ډاګه کیدا ، د مسلمانو ملتونو ویښتیا ، د اسلامی ډلو او بهریونو د وحدت او انسجام ، د ساز باز بهیر د زیات سستیدا او د مقاومت د بهیر د هوډ د پیاوړتیا په شان نوی فرصتونه رامینځته کړي .
ډاکټرولایتی یادونه وکړه په پریکنده توګه فلسطین به د خدای په مرسته د اسلامی امت د زړه سواندو ، سترو عالمانو او ویښو ملتونو په وسیله په پیوستون سره له نهر تر بحره ازاد شی .