ایران د امریکا د ولسمشر د ګواښونو په خلاف اعتراض وکړ
په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي د ایران د اسلامي جمهوریت په خلاف د امریکې د ولسمشر وروستي ګواښونو په غبرګون اعتراض وکړ.
په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازی مجید تخت روانچي، د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتو منشي او د امنیت شورا ته یو لیک استولې، چې د ایران په خلاف د امریکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ یې د ملګرو ملتونو د منشور په شمول د ۲ مادې چې له زوره په کارولو سره په څرګنده ګواښ منع کوي، سرغړونه ګڼلي.
د ایران په وړاندې دامریکې د تیرو ګواښونو او د قدس ځواک قوماندان، جنرال قاسم سلیماني وژنې ته په اشارې سره تخت روانچي، له امنیت شورا غوښتنه کړې چې امریکا دې مجبوره کړي چې خپل ګواښونه، نور غیرقانوني کړنې او غیر مسؤلانه سیاستونه ختم کړي.
په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر خبرداری ورکړ چې امریکا به د ایران په خلاف د هرې احتمالي مبارزې لپاره مسؤل وي ، او ټینګار یې وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت به د خپل ملت، ځمکې او ګټو په دفاع کې د یوې شېبې لپاره هم شک نه کوي.
په خپله ټویټر پاڼه کې، د امریکې ولسمشر د "پولیتیکو" ویب پاڼې هغه ادعا ته اشاره وکړه چې ایران په جنوبي افریقا کې د امریکې د سفیر د وژلو اراده کړې او د دې بې اساسه ادعا په اړه یې څرګندونې کړي؛ دا ادعا تایید شوې نه وه او د ایراني او حتی د جنوبي افریقا چارواکو لخوا په چټکۍ سره رد شوه.