د وسلو محدودیتونه د اکتوبر میاشتې په پاې کښې ختمیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93039-د_وسلو_محدودیتونه_د_اکتوبر_میاشتې_په_پاې_کښې_ختمیږي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرې سره چې ایران بایکاټ نه دی بلکې د وسلو د اخیستو لپاره یې محدودیت درلود، ټینګار وکړ: په ایران باندې د وسلو محدودیتونه د اکتوبر میاشتې په اخره کښې ختمیږي.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Sep 20, 2020 01:12 Asia/Kabul
  • د وسلو محدودیتونه د اکتوبر میاشتې په پاې کښې ختمیږي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرې سره چې ایران بایکاټ نه دی بلکې د وسلو د اخیستو لپاره یې محدودیت درلود، ټینګار وکړ: په ایران باندې د وسلو محدودیتونه د اکتوبر میاشتې په اخره کښې ختمیږي.

د ایرنا د خبر له مخې محمد جواد ظریف بیګا ماښام د ایران د ټیلیویژن په یو ځانګړي خبري پروګرام کښې د امریکې له خوا د ملګرو ملتو د بندیزونو د راستنولو لپاره د دغه هیواد د یواړخیزو هلوځلو په هکله وویل: هغه څه چې څرګند دي، د امریکې یو یو بل هیواد پرته د امنیت شورا ټولو غړو په رسمي توګه وویل چې د امریکې دغه اقدام په رسمیت نه پيژني.

ظریف په دې خبرې سره چې د ماشې د مکانیزم یا سنیپ بیک کلمه چې امریکایان یې کاروي، په ۲۲۳۱ پریکړه لیک کښې نه ده راغلې، څرګنده کړه: دغه دواړه کلمات د امریکايي رسنیو چل ول دی.

د ایران خارجه وزیر په دې خبرې سره چې ګوندي د امریکې د ملي امنیت پخوانې صلاحکار جان بولټن یوازنې کس دی چې ۲۲۳۱ پریکړه لیک یې لوستې دی،یادونه وکړه: لکه څنګه چې هغه ویلي دي، د ایران د وسلو د محدودیتونو بیرته راستنول یو اوږد بهیر دی او هم دغه بهیر د امنیت شورا د غړو د وټو حق خرابولې شي.

محمد جواد ظریف زیاته کړه: په ایران باندې د وسلو د خرڅولو له امله د امریکې له خوا په بندیزونو د هیوادونو ګواښل ښودنه کوي چې واشنګټن هم د ایران خلاف د محدودیتونو په بیرته لګیدو باندې هیڅ باور او اعتقاد نه لري.

ظریف له ایران سره د یوې اونۍ د موافقې په هکله د ټرمپ ادعاوې د انتخاباتي ګټې په لړ کښې وبللې او څرګنده یې کړه: د ایټمي موافقې میز تل خلاص پاتې شوې خو دې میز ته راستنیدل داسې اسانه نه دي، که د امریکې حکومت ایران ته رسولې تاوان جبیره کړي نو د مذاکرې میز ته راستنیدې شي.