د امریکاغلیمانه اقداماتو په وړاندې د فعالو اوځيرواقداماتوضرورت دی
قالیباف زیاته کړې ، ضروري ده د ایران د اسلامی شورا د بهرني سیاست اوملی امنیت کمیشن په حقوقي اوسیاسی حوزې کې د امریکا له بې شرمه ماتې وروسته ددغه هیواد د یواړخیزو خوځښتونو چې د نورو هیوادونو داعتراض لامل شوي،هم څارنه وکړي او دخلکو د ګټو دخوندیتوب لپاره لازم متقابل اقدامات په جدیّت سره تعقیب کړي او پارلیمان ته ئې وړاندې کړي .
د ایران د اسلامی شورا مشرمحمدباقر قالیباف نن د اسلامی شورا په انګڼ کې دامریکا وروستیو اقداماتو ته په اشارې سره ووئيل،دښمن د ایران د ولس داقتدار اومقاومت په دلیل،هغه څه ته چې ئې غوښتل ونه رسید،خو باید دامریکا یوازې په دغو حقوقي اوسیاسی ناکامیو ځانونه خوشال نه کړو، ځکه دښمن د ځينو لټَیو او غفلتونو د دوام په بڼه کې دبندیزونوپه سختولو کې ګام په ګام وړاندې راځي څو بندیزونو ته نوي بڼه ورکړي .
قالیباف زیاته کړې،ضروري ده د ایران د اسلامی شورا د بهرني سیاست اوملی امنیت کمیشن په حقوقي اوسیاسی حوزې کې د امریکا له بې شرمه ماتې وروسته ددغه هیواد د یواړخیزو خوځښتونو چې د نورو هیوادونو داعتراض لامل شوي،هم څارنه وکړي او دخلکو د ګټو دخوندیتوب لپاره لازم متقابل اقدامات په جدیّت سره تعقیب کړي او پارلیمان ته ئې وړاندې کړي .
د ایران د اسلامی شورا مشرهمدرااز دامریکا راتلونکو انتخاباتو ته په اشارې سره هم ووئیل،د ایران لپاره هیڅ فرق نه کوی،چې په امریکا کې څوک ولسمسشرشي ځکه د ایران ملت ته به په ګوزار ورکولو کې ددغه هیواد په اصلي سیاست کې هیڅ توپیر رانشي .
هغه همدرااز د سپيڅلي دفاع د اونۍ دپیلیدا په مبارکۍ وئيلو سره هم ووئیل ، سپيڅلي دفاع د ایرانیانو لپاره پر ولس د باؤر کونې درس دی ،ځکه درستو ولیدل ، دښمن څرنګه وړاندې راغی او دولس په ډګر په پراخ شتون اود ملت په توان له واقعي باؤر څو میاشتې وروسته څرنګه د القدس او فتح المبین په وسیله د آبادن دکلابندۍ د ماتولو په څير بریالي عملیات ترسره شول .
د وږي دمیاشتې یودیرشمه نیټه دایران د اسلامی جمهوریت دمناسبتونو په کال هینداره کې د سپيڅلي دفاع د اونۍ پیل ورځ ده .