د امریکاغلیمانه اقداماتو په وړاندې د فعالو اوځيرواقداماتوضرورت دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93051-د_امریکاغلیمانه_اقداماتو_په_وړاندې_د_فعالو_اوځيرواقداماتوضرورت_دی
قالیباف زیاته کړې ، ضروري ده د ایران د اسلامی شورا د بهرني سیاست اوملی امنیت کمیشن په حقوقي اوسیاسی حوزې کې د امریکا له بې شرمه ماتې وروسته ددغه هیواد د یواړخیزو خوځښتونو چې د نورو هیوادونو داعتراض لامل شوي،هم څارنه وکړي او دخلکو د ګټو دخوندیتوب لپاره لازم متقابل اقدامات په جدیّت سره تعقیب کړي او پارلیمان ته ئې وړاندې کړي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 20, 2020 08:10 Asia/Kabul
  • د امریکاغلیمانه اقداماتو په وړاندې د فعالو اوځيرواقداماتوضرورت دی

قالیباف زیاته کړې ، ضروري ده د ایران د اسلامی شورا د بهرني سیاست اوملی امنیت کمیشن په حقوقي اوسیاسی حوزې کې د امریکا له بې شرمه ماتې وروسته ددغه هیواد د یواړخیزو خوځښتونو چې د نورو هیوادونو داعتراض لامل شوي،هم څارنه وکړي او دخلکو د ګټو دخوندیتوب لپاره لازم متقابل اقدامات په جدیّت سره تعقیب کړي او پارلیمان ته ئې وړاندې کړي .

د ایران د اسلامی شورا مشرمحمدباقر قالیباف نن د اسلامی شورا په انګڼ کې دامریکا وروستیو اقداماتو ته په اشارې سره ووئيل،دښمن د ایران د ولس داقتدار اومقاومت په دلیل،هغه څه ته چې ئې  غوښتل ونه رسید،خو  باید دامریکا یوازې په دغو حقوقي اوسیاسی ناکامیو ځانونه خوشال نه کړو، ځکه دښمن د ځينو لټَیو او غفلتونو د دوام په بڼه کې دبندیزونوپه سختولو کې ګام په ګام  وړاندې راځي څو بندیزونو ته نوي بڼه ورکړي .

 قالیباف زیاته کړې،ضروري ده د ایران د اسلامی شورا د بهرني سیاست اوملی امنیت  کمیشن په حقوقي اوسیاسی  حوزې کې د امریکا له بې شرمه ماتې وروسته ددغه هیواد د یواړخیزو خوځښتونو چې د نورو هیوادونو داعتراض لامل شوي،هم څارنه وکړي او دخلکو د ګټو دخوندیتوب لپاره لازم متقابل اقدامات په جدیّت سره تعقیب کړي او  پارلیمان ته ئې  وړاندې کړي .

د ایران د اسلامی شورا مشرهمدرااز دامریکا راتلونکو انتخاباتو ته په اشارې سره هم ووئیل،د ایران لپاره هیڅ فرق نه کوی،چې په امریکا کې څوک ولسمسشرشي ځکه د ایران ملت ته به په ګوزار ورکولو کې ددغه هیواد په اصلي سیاست کې هیڅ توپیر  رانشي . 

  هغه همدرااز د سپيڅلي دفاع د اونۍ دپیلیدا په مبارکۍ وئيلو سره  هم ووئیل ، سپيڅلي دفاع د ایرانیانو لپاره پر ولس د باؤر کونې  درس دی ،ځکه  درستو ولیدل ، دښمن څرنګه  وړاندې راغی  او  دولس په ډګر په پراخ شتون  اود ملت په توان  له واقعي باؤر څو میاشتې وروسته څرنګه  د القدس  او فتح المبین   په وسیله د آبادن دکلابندۍ د ماتولو  په څير  بریالي عملیات ترسره شول . 

  د وږي دمیاشتې یودیرشمه نیټه  دایران د اسلامی جمهوریت  دمناسبتونو په  کال هینداره کې د سپيڅلي دفاع  د اونۍ پیل ورځ ده .