د ایران په ضد دنړیوالو بندیزونو دبیرته ګرځيدا په اړه د امریکاتوهّم
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93052-د_ایران_په_ضد_دنړیوالو_بندیزونو_دبیرته_ګرځيدا_په_اړه_د_امریکاتوهّم
د ایران په ضد د نړیوالو بندیزونو پخپله د بیرته ستنیدا په باب دامریکا ادعا په داسې حال کې مطرح کیږي،چې د ۴+۱ډلې دغړو پشمول دامنیت شورا دایمي اوغیر دایمي دیارلسو غړو،له دې چارې سره مخالفت کړی او امنیت شورا هم نه یوازې د واشنګټن دغوښتنې په لړ کې کوم پریکړه لیک نه دی مطرح کړی،بلکې د ټرمپ د حکومت دغوښتنې په اپوټه ئې د بندیزونو د کمیشن او دکارپيژندنې د پينل پشمول ددغو بندیزونو د اجرا یوه مقدماتي چاره هم نه ده عملیاتي کړې .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 20, 2020 09:17 Asia/Kabul
  • د ایران په ضد دنړیوالو بندیزونو دبیرته ګرځيدا په اړه د امریکاتوهّم

د ایران په ضد د نړیوالو بندیزونو پخپله د بیرته ستنیدا په باب دامریکا ادعا په داسې حال کې مطرح کیږي،چې د ۴+۱ډلې دغړو پشمول دامنیت شورا دایمي اوغیر دایمي دیارلسو غړو،له دې چارې سره مخالفت کړی او امنیت شورا هم نه یوازې د واشنګټن دغوښتنې په لړ کې کوم پریکړه لیک نه دی مطرح کړی،بلکې د ټرمپ د حکومت دغوښتنې په اپوټه ئې د بندیزونو د کمیشن او دکارپيژندنې د پينل پشمول ددغو بندیزونو د اجرا یوه مقدماتي چاره هم نه ده عملیاتي کړې .

د ملګروملتو په امنیت شوراکې د ایران په ضد د وسلو دبندیزونو په تمدیدولو کې دامریکا په ناکامۍسره دټرمپ حکومت د تهران له خوا د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې دخلاف ورزۍ او په دغې موافقې کې د غړیتوب په ادعاسره د ایران په ضد دنړیوالو بندیزونو پخپله د ستنیدا مدعي شوی  او په دې زمینې کې ئې  یوه میاشتنی مهلت اعلان کړی ؤ.

 ددغه مهلت په پاي کې،د امریکا خارجه وزارت نن سهار وختي یعني د ستمبر په شلمه سهار وختي  ادعا کړې د وسلو  دبندیز پشمول د اسلامی ایران په ضد  د ملګروملتو  درست بندیزونه  احیاء شوي دي . د امریکا  خارجه وزیر مایک پمپئود یوې اعلامیې په خپرولو سره ،  ایران  دلویدیځي آسیا سیمې لپاره تر ټولو ستر ګواښ بللی او مدعي شوی دی ، نن ، امریکا  پر ایران د ملګروملتو د درستو بندیزونو له بیرته لګیدو څخه ، چې مخکې لغوه شوي وو،  هرکلی کوي .  مایک پمپئو  دې ته په اشارې سره چې  د اګست په شلمه   امریکاد نړیوالې ایټمي موافقې  په مادو کې  دخپلو ژمنتیاؤ باندې د ایران د نه اهتمام  په باب  د امنیت شورا مشر ته اطلاع ورکړي ، مدعي شوی ، دملګروملتود امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک  د یوې مادې سنیک بک په بهیر پسې  بندیزونه  بیرته احیاء شوي دي .

Image Caption

 

د ایران په ضد د نړیوالو بندیزونو پخپله د بیرته ستنیدا په باب دامریکا ادعا  په داسې حال کې مطرح کیږي،چې د ۴+۱ډلې دغړو پشمول دامنیت شورا  دایمي اوغیر دایمي  دیارلسو غړو،له دې چارې سره مخالفت کړی  او امنیت شورا هم نه یوازې د واشنګټن دغوښتنې په لړ کې  کوم پریکړه لیک  نه دی مطرح کړی،بلکې د ټرمپ د حکومت دغوښتنې په اپوټه  ئې د بندیزونو د کمیشن او دکارپيژندنې د پينل پشمول  ددغو بندیزونو د اجرا یوه مقدماتي چاره هم  نه ده عملیاتي کړې .  په ملګروملتو کې  د فرانسې ، جرمني ،انګلستان او همداراز د چین او روسیې استازو هم  پر ایران د نړیوالو بندیزونو داحیاء لپاره  دامریکا په اقدام په نیوکو سره  وئيلي دي ، دغه بندیزونه هماغه راز لغوه شوي پاتیکیږي .   داپه داسې حال کې  دي چې د امریکا ددغه اقدام په مقابل کې  اروپائي ټرائیکا  هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره  په ډاګه وئیلي دي ، په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې  دایران په وړاندې خپلو ژمنو ته پابنده پآتیکیږي ، او په امنیت شورا کې د غیر قانوني او غیر اصولي اقداماتو هیڅکله هم ملاتړ نشي کولی ږ

په دې توګه د امریکا  اقدام په حقیقت کې یوې بې ملاتړه او یواړخیزه ادعا ده ، له دغو درستو اقداماتو د  واشنګټن اصلي  موخه   په حقیقت کې د ایران په ضد دوسلو دبندیز دلغوه کیدا  مخنیوی دی  په دې باب  مایک پمپئو په ډاګه  او په دروغه  ادعا کړې ده ، د ایران  په ضد دوسلو د محدودیّتونو پشمول  دملګرو ملتو  لغوه شوي درست بندیزونه بیرته احیاء شوي چې زیاتره نړیوالې ټولنې او اورګانونه ئې  یوه ملنډه ګڼي .  

 امریکا چې د یوه زبرځواک او نړیوال پولیس مین  توهّم   لري پر دې تصوّر ده  چې درست هیوادونه باید د دوي د موخو او غوښتنو په اساس عمل وکړي . په همدې دلیل  امریکا د خپل همیشني کړچار ،یعني  د ګواښ اوبندیز د دړکو په دوام کې ددغو بندیزونو د اجرائي کیدا له اعلانه وروسته، اوس درسته نړۍ  په دغو ډنډورو ګواښلې ده .د امریکا دخارجه وزارت په اعلامیې کې راغلي دي،د ادعائي بندیزونو له اجراسره د مخالفت په بڼه کې دنړۍ  هیوادونه به هم له بندیزونو سره مخامخ شي  .

ډيری شناندي او کارپوهان وائي  اوس  امریکا  مجبوره ده څو  له ایران سره په  مقابلې  کې، په حقیقت کې  له درستې نړۍ سره مقابله  وکړي . ځکه  عملا  امریکا او د هغې ځيني واړۀمتحد هیوادونو پرته ، دختیځي اولویدیځي  نړیوالو قدرتونو پشمول،د امنیت شورا بل یو غړی هیواد هم   دامریکا دغه ادعا په رسمیّت نه پيژني  اودقیقا  د دوي په اپوټه ئې دریځ غوره کړی دی .

په حقیقت کې د ډونالډټرمپ حکومت  باید په ځان له سر  د ایران  په ضد دن ړیوالو بندیزونو  د  اعادې  اجرائي بيټی  پر اوږدو کړي  او د مخکې په نسبت لا منزوي شي .

په عین حال کې  دایران اسلامی جمهوریت  چې په کرتو ئې د واشنګټن دایرانی ضد اقداماتو پر غیر قانوني کیدا ټينګار کړی ،  د امریکاد خارجه وزارت له اعلامیې وروسته  ئې ، په یوه پریکنده دریځ کې  د امریکا  د چټي او له ملنډو د ډکې   ادعا په وړاندې  دنړیوال غبرګون  په ضرورت ټينګار کړی دی . په ملګروملتو کې د  اسلامی  ایران استازي  مجید تخت رونانچي  ددغې موسیسې سرمنشي او  امنیت  شورا ته په یوه لیک کې  وئیلي دي ، دامنیت شورا  دبندیزونو بیرته  احیاء لپاره دامریکا اقدام ، غیر قانوني ،باطل او بې اغیزې  دی  ، او دامنیت شورا غړي باؤري دي ،امریکا په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې  هیڅ غړیتوب نه لري .