ولسمشرروحاني:
د امريکې بدماشي به له پرېکنده ځواب سره مخامخ شي
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د دې په بيانولو سره چې په سياسي او حقوقي برخه کښې د امريکې له زيات نه زيات دباو د واشنګټن په زيات نه زيات ګوښه کېدو بدل شوے دے وويل: که امريکه وغواړي بدمعاشي وکړي نو له پرېکنده ځواب سره به مخامخ شي.
ولسمشر حسن روحاني پرون مازيګر د کابينې په غونډه کښې په دې باندې په تاکيد سره چې تهران د امريکې بدماشي نه ده منلې او نه به ومني واضحه کړه په ايران باندې د امنيت د شورا د بنديزونو په تپلو کښې د امريکې د کوششونو په پرېکنده ماتې سره د ستمبر شلمه نېټه د اسلامي جمهوريت د ډېپلومېسۍ په تاريخ کښې په يادګار پاتې کېدونکې ورځ ده.
د امريکې خارجه وزير مائک پومپئو د تېر خالي په ورځ په يوې بيانيه کښې ادعا وکړه چې د ايران په خلاف د وسلو د بنديزونو په شمولد ملګرو ملتو ټول بنديزونه بيا شروع شوي دي.
د ايران ولسمشر يادونه وکړه چې د امنيت د شورا د غړيو په تقريباً اتفاق سره د پرېکنده اکثريت لخوا د امریکې د غېرحقوقي او ناسمې غوښتنې په ردولو سره نور له دې وروسته به د امريکې خبره کول د ياغي ګرۍ نه بغېر څخه بله معنا ونه لري.