د ایران په ضد د نوو بندیزونو د تثبیتولولپاره دامریکاچټي هڅه
عجیبه ټکی دا چې پمپئو وئيلي دي د ونزویلا ولسمشرنیکلاس مادورو هم له ایران سره د اړیکو دپياوړتیا په دلیل په بائیکاټونوکې شامل دی . د امریکا خزانې وزارت ،د ایران په ضدد نوي بندیزونو پر اعمالولو سربیره، له ایران سره د وسلو د مبادلاتو د منع کیدا داجرائي سټیکر(د ټرمپ نوی اجرائي فرمان) هم له مخکې دبایکاټ شوو کسانو او اورګانونو د بندیز پلمو ته ورزیات کړی دی .
د امریکا حکومت په همداوروستیو کې په نړیوالو اورګانونو کې له پرله پسې ناکامیو وروسته یو ځل بیا د دوشنبې په ورځېد ایران د دودو توغندوي او ایټمی پروګرام سره د اړونده کسانو او اورګانونو په ضد نوي بندیزونه اعلان کړل . د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د ایران د وسلو د خورونکي ادعائي چینل سره اړونده ۲۷کسانو اواورګانونو په ضد د بندیز د اعمالولو دغه خبر په اعلانولو سره مدعي شوی چې دغه نوي اقدامات دودو او توغندوي او ایټمي وسلو ته دلاس رسي لپاره دایران دهڅې دمحدودولو لپاره ترسره شوي دي .د ټرمپ داجرائي فرمان په اساس ، دهغو کسانو شتمنۍ چې له ایران سره د دودو وسلو په تامینولو ،خرڅولو او یا منتقلولو کې برخه اخلي،تړل کیږي.همداراز هغه کسان چې په دې باب مالی اوتخنیکي زده کړې وړاندې کوي،په بندیزونو کې شاملیږي .
د امریکا خارجه وزیرمایک پمپئو هم وئيلي دي،له ایران سره د وسلو
هرډول تجارت به د امریکا له بندیزونو سره مخامخ شي.پمپئودغه راز ټينګارکړی،په دغو بایکاټونو کې د ایران دفاع وزیراو د تهران د یورانیمو دپخولو په پروګرام کې دوه اصلي شخصیتونه شامل دي .
عجیبه ټکی دا چې پمپئو وئيلي دي د ونزویلا ولسمشرنیکلاس مادورو هم له ایران سره د اړیکو دپياوړتیا په دلیل په بائیکاټونوکې شامل دی.د امریکا خزانې وزارت ،د ایران په ضدد نوي بندیزونو پر اعمالولو سربیره، له ایران سره د وسلو د مبادلاتو د منع کیدا داجرائي سټیکر(د ټرمپ نوی اجرائي فرمان) هم له مخکېدبایکاټ شوو کسانو او اورګانونو د بندیز پلمو ته ورزیات کړی دی .
له مخکې دا تمه کیدله چې واشنګټن د تهران په ضد دنړیوالو بندیزونو د بیرته ستنولو په باب دخپلې غیرقانوني ادعا د تثبیتولو او دخپل پرسټیژ دساتلو په خاطر د ایران د ایټمي پروګرام او د وسلو او دفاعي برخو په ضد نوي بندیزونه لګوي .د امریکا دا هڅه په حقیقت کې له هغې نړیوالې انزوا د وتلو لپاره ده چې د ټرمپ د حکومت سرزروي او یو اړخیز سیاستونه ئې لامل شوي دي .
د امنیت شورا دایمي او غیردايمي غړو نه،بلکې امریکا د شریکانو او سیالانو پشمول درستو نړیوالو قدرتونو چېد امنیت شورا له پنځلسو څخه دیارلس غړي پکې شامل دي په چورلټ اکثریّت سره د وسلو دبندیز پشمول دایران په ضد دملګروملتو د بندیزونو د بیرته ستنولو په باب د واشنګټن ادعا نه ده منلې، نو ځکه د ټرمپ حکومت مجبوره شوی په یواړخیز ډول اعلان وکړي ، چې دغه بندیزونه دستمبرله شلمې نیټې یو ځل بیا اجرا شوي دي .واشنګټن مدعي شوی چې د ایران په ضد د ملګروملتو د بندیزونو دبیرته ستنولو لپاره د امنیت شوراپه غړو کې د اجماع ضرورت نشته.البته د امریکا پلمو جوړول په دې دلیل دي ، چې حتی د دوي اروپائي شریکان هم له دوي سره ملګرتیا ته حاضر نه دي.د ایران په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي الیوت آرامز منلې ده چې واشنګټن د ایران په ضد دوسلو دبندیزونو د اعمالولو په باب له اروپائي هیوادونو نهیلی شوی دی .
په عین حال کې واشنګټن پر ګواښ مشتمل دخپل عادت په اساس بیا وئیلي دي،هر هغه هیواد به چې دغه بندیزونه مراعات نه کړي،د امریکا له اقتصادي بندیزونو سره مخ کیږي .دغه ګواښ له ایران سره د هرډول معاملې لپاره دایټمي پروګرام او پوځي تجهیزاتو او وسلو د جوړونکو شرکتونو دمنع کولو په خاطر وړاندې کړائ شوی دی .په حقیقت کې دامریکا دنوو بندیزونو زیاتره برخه ،له ایران څخه د وسلو د پيرپلور څخه دنورو هیوادونو او شرکتونو منع کول دي .
د امریکا د خارجه وزارت ویندوئې مورګن اورتګس په دې زمینې کې روښانه کړې ده ،هرهغه هیواد چې وغواړي ،له امریکا سره تجارتي اوسوداګریزېاړیکې ولري،نو باید داسلامی ایران په ضد دبندیزونو پیروي وکړي .خو په نړیوال ډګر کې امریکا تردې حده منزوي شوي چې د چین او روسیې پشمول زیاتره هیوادونه په تیره بیا د اروپائي اتحادئې غړي هیوادونه او اروپائي ټرائيکا د امریکا دغه خپل سري او یو اړخیز اقدامات په کلکه غندلي او دا ئې د نړیوالو قواعدو او قوانینو په خلاف ښکاره سرغړونه ده او په دغو کرغیړنو اقداماتو سره هیڅکله هم کومه نتیجه نشي ترلاسه کولی بلکې ،په دغو ترینګلو اویو اړخیزو اقداماتو سره به په نړیوالې ټولنې او نړیوالو اورګانونو کې لا منزوي او بې شرمه شي .