د سفارتي تعلقاتو د پراختيا لپاره د ايران او پاکستان صلاح مشورې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93103-د_سفارتي_تعلقاتو_د_پراختيا_لپاره_د_ايران_او_پاکستان_صلاح_مشورې
په اسلام آباد کښې د ايران د اسلامي جمهوريت سفير او د پاکستان د خارجه وزارت وياند د دوو اړخيزو تعلقاتو د پراختيا په تېره بيا د خارجه وزارت د وياند د دفترونو ترمېنځ د تعلقاتو د زياتولو لارې چارې وڅېړلې.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 23, 2020 00:45 Asia/Kabul
  • د سفارتي تعلقاتو د پراختيا لپاره د ايران او پاکستان صلاح مشورې

په اسلام آباد کښې د ايران د اسلامي جمهوريت سفير او د پاکستان د خارجه وزارت وياند د دوو اړخيزو تعلقاتو د پراختيا په تېره بيا د خارجه وزارت د وياند د دفترونو ترمېنځ د تعلقاتو د زياتولو لارې چارې وڅېړلې.

په اسلام آباد کښې د ايران سفير سيد محمد علي حسيني اود پاکستان د خارجه وزارت وياند زاهد حفيظ چودري پرون په کتنه کښې د دوو اړخيزو تعلقاتو د پراختيا د لارو چارو په څېړلو سره د سيمې د حالاتو او د نړيوالو چارو په باره کښې بحث او د نظر تبادله وکړه.

حسيني د ملګرو ملتو د امنيت د شورا د بائيکاټي پرېکړليکونو د ستنولو لپاره د ايران د ملت په خلاف د امريکې ناکامه اقداماتو ته په اشارې سره د ايران له ايټمي پروګرام څخه په ملاتړ کښې د اسلام اباد د اصولي دريځونو او د بائيکاټونو په خلاف د پاکستان د وزيراعظم د دريځونو قدرونه وکړه.

په اسلام آباد کښې د ايران د اسلامي جمهوريت سفير همدارنګ د فلسطين له آئيډيالونو څخه په دفاع کښې د پائېدارۍ په ضرورت تاکيد وکړ.