د ملګروملتو عمومی اسمبلۍکې او د امریکا د حقیقي ماهیّت ایشواکونه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93117-د_ملګروملتو_عمومی_اسمبلۍکې_او_د_امریکا_د_حقیقي_ماهیّت_ایشواکونه
د ایران ملت هیڅکله هم د امریکا سرزوریو ته نه تسلیمیږي او د ا ئې په عمل کې هم ثابته کړې ده . د ایران ملت په څو زره کلن تاریخ سره هیڅکله اجازت نه ورکوي ، چې یو سرزوری حکومت هرشان ته چې وغواړي ورسره چلند وکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 23, 2020 09:18 Asia/Kabul
  • د ملګروملتو  عمومی اسمبلۍکې  او د امریکا د حقیقي ماهیّت ایشواکونه

د ایران ملت هیڅکله هم د امریکا سرزوریو ته نه تسلیمیږي او د ا ئې په عمل کې هم ثابته کړې ده . د ایران ملت په څو زره کلن تاریخ سره هیڅکله اجازت نه ورکوي ، چې یو سرزوری حکومت هرشان ته چې وغواړي ورسره چلند وکړي .

د ملګروملتو دعمومی اسمبلۍ غونډه چې سږکال د کرونائي بحران له امله په ځانګړو شرائطو کې  د ویډیوئي کنفرانس له لارې ترسره کیږي ، د نړیوالو اندیښنو دبیانولو لپاره یو فرصت دی .

 د اسلامی ایران  ولسمشر حسن روحاني بیګا  په هغې وینا کې چې د ویډیوئي کنفرانس له لارې ئې دملګروملتو دعمومی اسمبلۍ په پنځه اویایمې کلنۍ غونډې کې کړي ،د نړۍ د مسئلو په وړاندې ئې د ایران د لیدتوګو او دریځونو په بیانولو  سره  د  امریکا  د ماهیّت  په باب حقیقتونه او  د یواړخیزوالي نتیجې   بیان کړې .

 ډاکټر  حسن روحاني  په دغې مهمې وینا کې په دوو مهمو موضوعګانو ټینګار ووکړ.

 لومړۍ موضوع ، په دې ټکی ټينګار دی،چې د ایران ملت هیڅکله هم  د امریکا سرزوریو ته  نه تسلیمیږي او دا ئې په عمل کې هم ثابته کړې ده .د ایران ملت  په څو زره کلن تاریخ  سره هیڅکله  اجازت نه ورکوي ، چې یو سرزوری حکومت هرشان ته چې وغواړي ورسره چلند وکړي .

Image Caption

 

د اسلامی ایران ولسمشر په دې خبرې په ټينګار سره چې  امریکا  نه پر مونږ خبرې اترې تپلی شي او نه هم جنګ ، ټينګار کړی ، نن سبا سرزوری او بدماشۍ ته د نړیوالو د  :نه : وئيلو وخت دی .

 دوهمه موضوع ، هم   هغه دوه مخیتوب او  تضادونه دي چې  امریکا ئې  دنړیوال امنیت په یوه ګواښونکي او خطرناک موجود بدله کړې ده .

ددغه دوه مخیتوب  یوه برخه  دانساني حقوقو په ډګر کې ده. دبشری حقوقو په زمینې کې د لویدیځ په نظر کې ډير زیات دوه ګوڼوالی شته دی .  هغه څه چې نن سبا د امریکا په ټولنې کې لیدل کیږي ، په دې زمینې کې  یوه روښانه بیلګه ده . د امریکا خلک د خپل هیواد د واکوالانو له توکمپالنې ، فساد، بې عدالتۍ  او نالایقتوب څخه ستړي شوي  او نن سبا  درسته  نړۍ ئې  د چغې او اعتراضونه آوري .

   دایټمي پوهې  په موضوع کې  هم  چې له ایټمي سائنس  او پوهې څخه  د سوله ایزې استفادې لپاره  دایران د پوهانو  د کلونو کلونو هلو ځلو  نتیجه ده ، د امریکا د نادودو مخالفتونو او بندیزونو  شاهدان یوو. دغه اقدامات  نه یوازې د هیڅ قانوني منطق  او دلیل په اساس نه دي ، بلکې  دهغه بې قانونه منطق دخوریدا  لپاره دي ، چې  نتیجه ئې پر ملګروملتو د سترګو پټول  او د امنیت شورا  پریکړه لیکونو ته بې پروائي  او بې پامي  ده . 

امریکا له ایټمی وسلو څخه  دیوازیني استفاده کونکي هیواد په توګه ، له ایټمي وسلو څخه د  پاکې نړۍ  په لاره کې ترټولو ستر خنډ دی . سپينې ماڼۍ  البته  د صهیونیسټ رژيم په څير  له خپلو متحدانو سره  دایټمي سلاکوټونو د جوړولو او پراختیا په لاره  کې مرستې کړي او  خپلې سپيرې سترګې ئې  د اسرائيلو او عربستان  په نادودو ایټمي فعالیتونو باندې پټې کړي دي .  

Image Caption

 

د امریکا یوه مشهور نظریه وړاندې کونکي نوام چامسکي  د واشنګټن په سیاستونو کې  د دوه ګوڼوالي دغې برخې ته په اشارې سره  وئیلي دي ، بې ثباتي   په سیاسی  دوه ګوڼوالي  کې جالبه معنا لري . کله   ایران  په سیمې کې له داعش سره مقابله کوي ،نو دغه اقدام  بې ثباتي معرفي کیږي ، خو  کله چې  امریکا  په عراق حمله کوي  او په لکونو  عام خلک وژني ، په میلیونونو نور کډه په سر کوي،هیواد تباه کوي او فرقه پالې نښتې پيلوي،چې عراق وویشي او درسته سیمه سره ګډه وډه کړي،په درستې نړۍ کې ترهه ګري خوروي،نو دا د ثبات درامینځةکونې لپاره د امریکا د دندو یوه برخه یادول کیږي ، چې  باید  د نړۍ  په ګټه دوام ومومي .

 په دغه شان وضعیّت کې  د امریکا له یواړخیزو سیاستونو سره مقابله ، په چورلټ ډول  یوه نړیواله اړتیا ده  او نړیواله ټولنه باید  له دغو سیاستون وسره   دمقابلې لاره  پیدا کړي ،څو  په نړیوالو اړیکو کې ئې په یواړخیزوالي د بدلیدو  م خه ونیول شي .

  دملګروملتو دعمومی اسبملۍ په پنځه اویایمې کلنې   ناستې کې د اسلامی ایران د ولسمشر وینا، په حقیقت کې  د نړۍ پر برخلیک د امریکا د یواړخیز پالنې  د اغیزو  بیانول دي چې د بشري حقوقو، ډيموکراسۍ ا و امنیت ددفاع په څير  د  دو که ورکونکو شعارونو تر شا ،له ورایه  ښکاري .

Image Caption