ایران او روسیه:
د بندیزونو د راستنولو لپاره د امریکې کوششونه غیرقانوني دي
-
فایل فوټو
د ایران او روسیې مرستیال خارجه وزیرانو د ملګرو ملتو د امنیت شورا د لغو شویو بندیزونو د راستنولو لپاره د امریکې د هلوځلو په غیرقانوني والي ټینګار وکړ.
په ماسکو کښې د ایران د خارجه وزارت د سیاسي چارو د مرستیال سید عباس عراقچي او د روسیې د مرستیال خارجه وزیر سرګئي ریابکوف په کتنه کښې د دوه اړخیزو اړیکو او د مهمو سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو او هم داشان د علاقې وړ نورو موضوعاتو په هکله خبرې اترې وشوې.
ایټمي موافقه او د هغې د ساتنې او بشپړې اجرا لپاره د غړو هلې ځلې د عراقچي او ریابکوف د مذاکراتو نور چورلیزونه وو.
د دواړو هیوادونو مرستیال خارجه وزیرانو هم داشان د ایران خلاف د امنیت شورا د لغو شویو بندیزونو د بیرته ستنولو لپاره د امریکې هلې ځلې او کوششونه غیرقانوني وبلل.
د ویلو ده چې سید عباس عراقچي د ایران د خارجه وزیر محمد جواد ظریف په ملتیا تیره چهارشنبه ماسکو ته تلی دی.