ایټمي نړیوالې موافقې ته د امریکا بیرته ستنیدا،دامریکاد عزت بحالیدا
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93184-ایټمي_نړیوالې_موافقې_ته_د_امریکا_بیرته_ستنیدا_دامریکاد_عزت_بحالیدا
جوزف بایډن تیره میاشت د ایران په وړانډې د ډونالډټرمپ د حکومت سیاسی ماته خوړلی بللی او وئيلي ئې دي ، په راتلونکو انتخاباتو کې دهغه د بریالیتوب په بڼه کې به له ایران سره په ارتباط کې د ډيپلوماټيک کړچار لپاره د پام وړ لاره برانیزي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 26, 2020 11:40 Asia/Kabul
  • ایټمي نړیوالې  موافقې ته د امریکا بیرته ستنیدا،دامریکاد عزت بحالیدا

جوزف بایډن تیره میاشت د ایران په وړانډې د ډونالډټرمپ د حکومت سیاسی ماته خوړلی بللی او وئيلي ئې دي ، په راتلونکو انتخاباتو کې دهغه د بریالیتوب په بڼه کې به له ایران سره په ارتباط کې د ډيپلوماټيک کړچار لپاره د پام وړ لاره برانیزي .

د امریکا د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو  ډيموکراټيک کاندید جوزف بایډن وئيلي دي که د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې بریالی شي ، نو   جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته به امریکا بیرت وګرځوي ، چې دې چارې د اسلامی ایران  غبرګون هم په ځان پسې درلودلی دی .

د ایران د اسلامی جمهوریت  خارجه وزیر محمد جواد ظریف له سپوټنیک  خبري آژانس سره  په خبرو کې  وئيلي دي ،نړیوالې ایټمي موافقې ته د امریکا بیرته ستنیدا  هغه لومړنی  اقدام دی ،چې دوي ئې باید ترسره کړي . د بیرته ستنیدا لپاره  امریکا باید هغه تاوانونه  چې د ایران ملت ته اوښتي دي ،  او همداراز هغه اقدامات چې  د ایټمي نړیوالې موافقې دکمزوري کولو لپاره ئې ترسره کړي دي ، جبران کړي .

 د جواد ظریف اشاره ، دامریکا  دراتلونکي ولسمشر په توګه دجوزف بایډن د ټاکل کیدا په بڼه کې  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته د بیرته ستنیدا په باب  دهغه ژمنې ته ده . جوزف بایډن  تیره میاشت  د ایران په وړانډې د ډونالډټرمپ د حکومت  سیاسی ماته خوړلی بللی او وئيلي ئې دي ، په راتلونکو انتخاباتو کې دهغه د بریالیتوب په بڼه کې  به  له ایران سره په ارتباط کې د ډيپلوماټيک کړچار  لپاره د پام وړ لاره برانیزي . هغه په یوه هغه یاددښت کې چې  په همداوروستیو کې خپور شوی ،  روښانه کړې ده ، ډونالډټرمپ  له نړیوالې ایټمي موافقې څخه  په  وتلو سره تیروتنه کړې ده  او  د امریکا له ملي ګټو سره په تضاد کې ئې اقدام کړی او امریکا ئې لامنزوي کړې ده .

Image Caption

 

د امریکا د خارجه وزیر د پخوانی مرستیال او د بهرني سیاست  د اوسنی سلاکار  آنتوني بلینکس  په وینا، ایټمي موافقې ته د بشپړ پابند کیدا ته  دایران د بیرته ستنیدا په بڼه کې په انتخاباتو کې په بریالیتوب پسې  که د جوبایډن  حکومت  دغې نړیوالې موافقې ته بیرته ستون شي ،نو مونږ  له خپلو متحدانو او شریکانو سره  هڅه کولی شو څو  دا پیاوړي او اوږده کړو.

 د ایران په وړاندې د ټرمپ د دکړچار په ناکامۍ  د جوزف بایډن   اعتراف ، ښئ چې  حتی دامریکا لوړپوړي سیاستوالان هم  په دې چارې پوهه شوي دي ، چې د ټرمپ دحکومت په تیره بیا په دې باب د مایک پپمئو  له بیا بیا ادعاګانو سره  سره  چې  د لازیات دباؤ سیاست  داسلامی ایران لپاره د حالاتو دلاترینګلتیا لامل شوی،خو  په عمل کې ایران  ددغو دباؤنو په مقابل کې د لازیات مقاومت دس ټراټژۍ په چوکاټ کې دریدلی  او  د ایران په ضد ئې د نړیوالو بندیزونو د  دوام لپاره  د واشنګټن هڅې له سترې ماتې سره مخامخ کړي دي . ددې په ترڅ کې چې د ټرمپ حکومت اوس  په نړیواله سویه تر ډيره حده منزوي شوی دی .

Image Caption

 

د جوبایډن  دریځونه  ښئ چې  هغه هم د ا یران د سوله ایز ایټمی پروګرام او  دغه راز  د تهران  د نورو   اقداماتو په باب د اندیښنو دد ختمیدا د ضرورت په باب  له ټرمپ سره نزدې لیدتوګې لري ، خو   دهغو د پوره کیدا لپاره په مختلفو  لارو چارو پسې دی .  هغه مهم ټکی چې بایډن  پرې ټينګار کړی ، دادی چې  په تیرو څلویښتو کلونو کې د امریکا دډيموکراټانو اوجمهوري غواړو درستو ولسمشرانو ،پر ایران په تیره بیا د بندیزونو د لګولوپه باب ددباؤ  په زیاتولو مشتمل او غلیمانه کړچارونه  په وړاندې درلودلي دي . د باراک اوباما حکومت هم  سره له دې چې  د ۵+۱ډلې په چوکاټ کې ئې   په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې ګډون کړی ، په ډيرو موردونو کې ئې  د تهران په ضد  د بندیزونو  اعمالولو او یا دوام  ته مخه کړې  او په نړیوالې ایټمي موافقې کې ئې پر خپلو ژمنتیاؤ  له عمل کولو ډډه  کړې ده .  اوس هم بایډن  چې د اوباما د وخت مرستیال ؤ ،  مدعي کیږي ، چې  که سپيڼې ماڼۍ ته ورسیږي ، نو   نړیوالې ایټمي موافقې ته به بیرته ستون شي ، په عین حال کې  هغه ورښانه کړې، دهغه په حکومت کې به  واشنګټن  له خپلو متحدانو سره  یو ځاي هڅه وکړي ،د  نړیوالې ایټمي موافقې محدودیّتونه سخت کړي  او تر مودو مودو پورې ئې تمدید کړي،او له دې سره په یووخت د امریکالپاره پر اندیښمنونکو  موضوعګانو  هم څيړنې او ارزونې وکړي .

په حقیقت کې جوبایډن  نه یوازې  د ایران دایټمي فعالیتونو په زمینې کې  د نړیوالې ایټمي موافقې د  مادو په اساس د محدودیّتونو  وخت او محتوا  دپراخیا  غوښتنه کوي ، بلکې ،  هماغه اوباما په شان نیّت لري ، د توغندوي توانمیو ، د سیمه ایزو سیاستونو او  هم د بشری حقوقو   موضوعګانې  هم  د نورو نړیوالو موافقو په چوکاټ کې  پر تهران وتپي .  په مقابل کې د ایران اسلامی جمهوریت په کرتو  وئيلي دي،یوازې  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته پابنده دي او د توغندوي توان،سیمه ایزو فعلایتونو او دبشري حقوق او دغه شان د نورو موضوعګانوپه زمینې کې به هیڅکله هم د واشنګټن غوښتنو ته  تسلیم نشي .