تهران له ایټمي ټیکنالوجۍ صلحه ایزې استفادې ته هوډمن دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93196-تهران_له_ایټمي_ټیکنالوجۍ_صلحه_ایزې_استفادې_ته_هوډمن_دی
د ایران د ایټمي انرجۍ ادارې د روغتیا، درملو، کرهڼې، خووړو او راډیو درمل په برخو کښې له ایټمي ټیکنالوجۍ په صلحه ایزې استفادې ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 27, 2020 02:27 Asia/Kabul
  • تهران له ایټمي ټیکنالوجۍ صلحه ایزې استفادې ته هوډمن دی

د ایران د ایټمي انرجۍ ادارې د روغتیا، درملو، کرهڼې، خووړو او راډیو درمل په برخو کښې له ایټمي ټیکنالوجۍ په صلحه ایزې استفادې ټینګار وکړ.

د ایران د ایټمي انرجۍ ادارې پرون د ایټمي وسلو د ختمولو د نړیوالې ورځې (د ستمبر د ۲۶) په مناسبت په یولړ ټویټونو کښې ولیکل: دا ورځ له ایټمي انرجۍ د صلحه ایزې استفادې د موضوع په هکله د نړیوال مستبد تفکر د اصلاح لپاره یو فرصت دی.

د ایران د ایټمي انرجۍ ادارې په دنیا کښې له ایټمي انرجۍ د ډیرو هیوادونو استفادې ته په اشارې سره یادونه وکړه چې د ایران اسلامي جمهوریت په رڼې کړنلارې سره د ایټمي انرجۍ له نړیوال آژانس سره ترټولو زیاته ملګرتیا لرلې ده چې دا کار په دغې انرجۍ باندې د ایراني ولس د استفادې د حق د حقانیت موضوع ثابتوي.

د دغه ټویټ په دوام کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د ایران د ایټمي پوهانو خلاف علمي بندیزونه به د تهران د ایټمي پروګرام د سټراټیجۍ په اصل کښې هیڅ خلل رامینځته نه کړي، څرګنده کړه: اسلامي ایران هیڅکله د ایټمي وسلو په تکل کښې نه دی او هم داشان به د ایټمي انرجۍ په نړیوال استعمال کښې د خپل ولس په حق به هیڅکله سترګې پټې نه کړي.