په ایران کې په کرونا۲۰۷ککړو کسانوخپل ژوندله لاسه ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93254-په_ایران_کې_په_کرونا۲۰۷ککړو_کسانوخپل_ژوندله_لاسه_ورکړ
تر دې دمه په درستې نړۍ کې په کرونا دککړو کسانو شمیر کابو څلوردیرش میلیونو ته رسیدلی چې له دوي لږترلږه یو میلیون ککړو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز څه دپاسه څلورویشت میلیون ککړ کسان هم ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 29, 2020 12:27 Asia/Kabul
  • په ایران کې په کرونا۲۰۷ککړو کسانوخپل ژوندله لاسه ورکړ

تر دې دمه په درستې نړۍ کې په کرونا دککړو کسانو شمیر کابو څلوردیرش میلیونو ته رسیدلی چې له دوي لږترلږه یو میلیون ککړو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز څه دپاسه څلورویشت میلیون ککړ کسان هم ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .

 زمونږخبریال راپور راکړ د ایران د اسلامی جمهوریت د روغتیائی چارو د وزارت ویندوئې میرمن سیما سادات لاري  نن  په ایران کې  په کرونا دککړو کسانو  دوروستیو احصایو په باب وئيلي دي،د تشخیص د نړیوالو معیارونو په اساس  په تیرو شواروز کې  په ایران کې په کرونا ککړ نور درې زره شپږ سوه اوه اویا تنه پيژندل شوي چې له  دوي  یو زر اته سوه اوه څلویښت کسان په روغتونونو کې بستري شوي دي .

 میرمن لاري ددې خبرې پّ کولو سره چې په ایران کې تر دې دمه په کرونا دککړو کسانو شمیرڅلور لکه درې پنځوس زره شپږ سوه څلویښتو تنو ته زیات شوی ، وئیلي دي ، له بده مرغه په تیرو ۲۴ساعتونو کې  په کرونا ککړو نورو ۲۰۷کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز تر دې دمه  په ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر پنځه ویشت زره  نهه سوه شپږاتیا تنو ته زیات شوی دی .

 دمیرمن سیماسادات لاري په وینا تر دې دمه په درست ایران کې په کرونا ککړ درې لکه اته اویا زره  اوه سوه دیرش تنه هم په درملنې پسې ښه اوله روغتونونو هم رخصت شوي دي .

 په عین حال کې تر دې  دمه په درستې نړۍ کې  په کرونا دککړو کسانو شمیر کابو څلوردیرش میلیونو ته رسیدلی  چې له دوي  لږترلږه یو میلیون ککړو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز  څه دپاسه څلورویشت میلیون ککړ کسان هم ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .