زیات نه زیات او سټراټیجک مقاومت، امریکې ته د ایراني ولس ځواب
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93339-زیات_نه_زیات_او_سټراټیجک_مقاومت_امریکې_ته_د_ایراني_ولس_ځواب
په پاکستان کښې د ایران سفیر زیات نه زیات او سټراټجک مقاومت د امریکې اقتصادي ترهګرۍ ته د ایران د باتورو خلکو ځواب وباله.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 04, 2020 07:27 Asia/Kabul
  • زیات نه زیات او سټراټیجک مقاومت، امریکې ته د ایراني ولس ځواب

په پاکستان کښې د ایران سفیر زیات نه زیات او سټراټجک مقاومت د امریکې اقتصادي ترهګرۍ ته د ایران د باتورو خلکو ځواب وباله.

په پاکستان کښې د ایران سفیر زیات نه زیات او سټراټجک مقاومت د امریکې اقتصادي ترهګرۍ ته د ایران د باتورو خلکو ځواب وباله.

سید محمد علي حسیني د پاکستان جناح ورځپاڼې ته په مرکه کښې کښې وویل: په داسې پړاؤ کښې چې د ایران ولس د کرونا له سختې حملې سره مخامخ دی، امریکې خپل غیرانساني بندیزونه لاسخت کړې دي او حتی دغه هیواد ته د ضرورت د بنیادي شیانو او خوراکي موادو او هم داشان د ناروغانو په تیره بیا د ماشومانو د درملنې لپاره د درملو او طبي تجهیزاتو د رسیدو مخه نیسي.

هغه په دې خبرې سره چې د امریکې رژیم په دې کار سره د بشریت خلاف جنایت ترسره کړې دی، یادونه وکړه: د ایران د ولس زیات نه زیات او سټراټیجک مقاومت د امریکې رژیم په ننۍ نړۍ کښې یوازې کړې دی او هم داشان یې دنیا ته د دغر رژیم پټه او بدرنګه څیره په ډاګه کړې ده.

په پاکستان کښې د ایران سفیر په دوام کښې په مختلفو دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو برخو کښې د تهران او اسلام آباد نزدې ملګرتیا ته په اشارې سره وویل: د ایران او پاکستان ترمینځ د تجارتي مبادلاتو اندازه کابو یونیم میلیارډ ډالره ده.

هغه د خپلې مرکې په یوه بله برخه کښې په دې خبرې سره چې تهران د شخړې او لانجو د هواري لپاره د صلحه ایزو لاروچارو ملاتړې دی، څرګنده کړه: د کشمیر په مسئله کښې د هند او پاکستان ترمینځ هر ډول غمیزه ناک اقدام به، په سویلي آسیا کښې په امنیت او ثبات باندې سخته منفي اغیزه وکړي.