د ایران په دفاعي صنعت کې د نورو ماډرن راډاري سسټمونو زیاتیدا
د هوافضا دفاعي ځواک په ځاي سسټمونو کې اوڅاره بریالیتوبونه ، په حقیقت کې د ایران په درستو فضائي حدودو باندې د ځاي دفاعي سسټمونو په وسیله یو امنیتی سیوری غوړیدلی دی چې هر یو پوځي مارغه څاري . ددغو بریاؤ اهمیّت له دوو اړخونو د اهمیّت ورړ دی .
د ایران اسلامی جمهوریت ، د بندیزونو له محدودیّتونو سره سره ، توانیدلی دی ، خپل څه دپاسه نوي فی صدي دفاعي ضرورتونه تامین کړي .
ددغو توانمنیو مهمه ځانګړنه ، د هوافضا دفاعي سسټمونو پشمول په حساسو او اساسي برخو کې له ځاي او تخصصي پوهې څخه استفاده ده . د هوافضا ددفاعي توانمنیو په ټولګې کې راډارونه ، د هوائي عملیاتو په هدایتولو او کنټرولولو کې د عمل په نوښت او پشتیبانۍ کې مهم رول لري .
ایران په دغه ډګر کې توانیدلی ، د راډاري ، توغندوي او ارتباطي سسټمونو پشمول د هوافضا په دفاعي قدرت کې دپام ځانګړنې ترلاسه کړي .
ددغو پرمختګونو په دوام کې د ایران د اسلامي انقلاب دسپاه پاسدارانو د هوافضا ځواک د ځوانو متخصصانو په لاس جوړ شوي : قدیر : نومې دوه راډاري سسټمونه د ایران دپوځ او همداراز د خاتم الانبیاء هوائي دفاعي غونډ د قوماندان سردار تورن جنرال سید عبدالرحیم موسوي اود سپاه پاسدارانو د هوافضا ځواک د قوماندان امیر علی حاجی زاده په شتون سره دایران راډاري دفاعي چینل سره یو ځاي شول .
د قدیر نومې تهري ډي (۳ ډي ) راډاري سسټم د لومړي ځل لپاره د سپاه پاسدارانو په وسیله په ۲۰۱۳کال کې افتتاح شو او تر دې دمه په درست ایران کې ددغه ډول راډارونو اته سسټمونه نصب او کارول شوي دي .
د قدر نومې راډاري سسټم یوه غوره ځانګړنه په ۳۶۰درجو پوښښ او کابو یو زر کلومیټر په واټن سره کارندوالی لري . دغه راډار د پټیدونکو ډول ډول الوتکو دکشفونې او له الیکټرانیک جنګ سره د مقابلې قدرت لري .
د اسلامی ایران د پوځ عمومی قوماندان تورن جنرال سید عبدالرحیم موسوي د هیواد د هوافضا دفاعي چینل راډاري سسټمونو ته د قدیر نومې راډاري سسټم د ورسپارلو د دستورو په څنډې کې چې د ایران په مرکز یزد ولایت کې ترسره شوي،وئيلي دي،ددغه شان راډارونو په افتتاح کولوسره مو دایران په درستې فضا باندې د هوافضا ددفاعي سسټمونو د مسلط کیدا او د کشفیدا قدرت نوره هم زیات کړ ی دی .
د هوافضا دفاعي ځواک په ځاي سسټمونو کې اوڅاره بریالیتوبونه ، په حقیقت کې د ایران په درستو فضائي حدودو باندې د ځاي دفاعي سسټمونو په وسیله یو امنیتی سیوری غوړیدلی دی چې هر یو پوځي مارغه څاري . ددغو بریاؤ اهمیّت له دوو اړخونو د اهمیّت ورړ دی .
لومړۍ اهمیّت ئې د احتمالی تیریو او ګواښونو په مقابل کې ددفاعي ظرفیّتونو ښودنه ده ،دوهم ،د امریکا هغو بندیزونو په دوام کې یو ځواب دی چې په تیره بیا په اوسنیو شرائطو کې هڅه کوي ، د ایران په ضد دوسلو دبندیزونو دلغوه کیدا خنډ شي .
د ایران د دفاعی صنائعو ځوانو متخصصانو په وروستیو کلونو کې له ځاي ټيکنالوجۍ او پوهې څخه په استفادې سره د راډاري ،توغندوي او ارتباطي سسټمونو پشمول ددفاعي اړتیاؤ په پوره کولو کې دپام وړ بریاوې ترلاسه کړي دي . په دې زمینې کې د خردار ۱۵ نومې سسټم او دغه راز د صیاد ۲ او ۳ او د باؤر ۳۷۳ ډوله دفاعي سسټمونو په څير ډول ډول پرمختللي دفاعي او راډاري سسټمونو ته اشاره کولی شو . دغو قدرتمنو دفاعي سسټمونو په کرتو خپل کارندوالی نندارې ته وړاندې کړي او په ځلونو ئې د امریکائي ترهه ګر پوځ د پرمختللو بې پيلوټه الوتکو په نسکورولو سره ددغه شان تیریګرو پوزه په مځکې موښلي ده .
د امریکا رینډکارپوریشن موسیسې یومشهورکارپيژاند او شناندی بِکا واسر دې ته په اشارې سره چې د ایران د هوافضا دفاعي سسټم په وسیله د امریکا د ماډرن بې پیلوټه الوتکې نسکوریدا ښودلې ده چې ایران د واشنګټن په وړانډې خپله یوه نوي پوځي توانمني نندارې ته وړاندې کړې ده . دا چې ایران توانیدلی دی ، د امریکایو راډاري ډرون د اتلس کلومیټرۍ په لوړ والي کې پخپل شیشت کې راولي ، داښئ چې یو شمیر پرمختللي دفاعي سسټمونه لري .
دغه بریاوې یو مهم پیغام لري او هغه دا چې ، دایران اسلامی جمهوریت نه یوازې د امریکا له بندیزونو سره دخپل دفاعي صنعت په پرمختګ کې دریدلی نه دی ، بلکې خپلې امنیتی خپلواکۍ او پوځي بسیاینې ته د رسیدا لپاره دبندیزونو ختمولو ته هم انتظار نه باسي .