د حسیني اربعین د مراسمو پرضد یرغلونه او دسیسې ولې :-
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93409-د_حسیني_اربعین_د_مراسمو_پرضد_یرغلونه_او_دسیسې_ولې
د صفرې د میاشتې شلمه (۲۰) نیټه له حسیني اربعین سره سمون خوري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 07, 2020 13:45 Asia/Kabul
  • د حسیني اربعین د مراسمو پرضد یرغلونه او دسیسې ولې :-

د صفرې د میاشتې شلمه (۲۰) نیټه له حسیني اربعین سره سمون خوري .

حسیني اربعین په بیلابیلو اړخونو کښې سیاسي او امنیتي کارندوالی لري .

مخالفان زیاته هڅه کوي په جعلي امنیتي پیښو او پلمو سره د حسیني اربعین اهمیت کم کړي او د دغه ورځې ستر مراسم له انحراف سره مخ کړي .

دغه دسیسه تیره ورځ د عراق په کربلا ښار کښې رامینځته شوه .

مهمه پوښتنه دا ده چې حسیني اربعین څه کارندوالی لري چې مخالفان یې د پیکه کولو هڅه کوي ؟

حسیني اربعین د نن ورځې د شیعه مسلمانانو په سیاسي لرلید کښې یوازې یوه (۱) مذهبي ورځ نه ده بلکې اربعین په سترو مذهبي مراسمو بدل شوی دی .

دغه مذهبي مراسم په شیعه هویت سره ترسره کیږي چې ستر دیني او سیاسي کارندوالي لري .

په دوې کښې تر ټولو مهم کارندوالی د ټولنیز پیوستون د عنصر نندرې ته وړاندې کول دي .

دغه پیوستون په عربو ، فارسي ژبو ، ترکانو، اردو ژبو ، درې ژبو او څو نورو قومونو کښې د اربعین په چوکاټ کښې رامینځته کیږي .

په حقیقت کښې په قومیتي هویت کښې له اختلاف سره سره دغه قومونه د یوه بل په څنګ کښې په حسیني اربعین  کښې د شیعه مسلمانانو ټولنیز او سیاسي وحدت نندرې ته وړاندې کوي .

پیوستون داسې فیکټر دی چې لویدیځ هیوادونه هڅه کوي هغه د مسلمانانو ترمینځ ختم کړي ځکه چې د پیوستون په ختمولو سره د اسلامي دنیا ترمینځ د اختلاف او د تفرقې د رامینځته کیدا زمینه رامینځته کیږي .

د پیوستون د مهم عنصر په حذفولو سره دي چې د اسرائیلو له  رژیم سره د اړیکو د عادي کولو په څیر د پلانونو د رامینځته کیدا امکان او زمینه برابریږي .

بل ټکی هغه کارندوالي دي چې حسیني اربعین یې د نړیوالیدا په ډګر کښې له ځان څخه پریږدي .

حسیني اربعین او د میلیونونو خلکو ګډون او مراسم ثابتوي د خلکو په تیره بیا د لویدیځې اسیا د هیوادونو په خلکو کښې معنویت او دین هماغه راز ژوندی دی .

دا په داسې حال  کښې دي چې د نړیوالیدا په ډګر کښې د امریکا په مشرۍ د لویدیځو قدرتونو یو(۱) هدف له اسلامي ټولنو څخه د معنویت او د دین ختمول دي .

د حسیني اربعین مراسم او هغه ټولنیز اقدامات چې د دغو مراسمو له بطن او داخل څخه رامینځته  کیږي د لویدیځو قدرتونو د دغه هڅې پرخلاف دي .

په حقیقت کښې د حسیني اربعین مراسم  د نړیوالیدا په وخت کښې د مذهب په چورلیزتوب سره په نړیوالو مناسکو بدل شوي دي  .

بله موضوع دا ده چې حسیني اربعین د امام حسین علیه السلام د عاشورا د پاڅون له زړه او داخل څخه بهر ته راځي .

د حسیني عاشورا  مهم پیغام د دښمن له رعب څخه نه ویریدل او د ظلم او د ستم په مقابل کښې مقاومت کول دي .

د ایران اسلامي انقلاب د حسیني عاشورا  له پیغامونو او ایډیالونو په ګټه پورته کولو سره رامینځته شوی دی .

پر دې اساس د حسیني اربعین په درشل کښې د دسیسو او د دغه نړیوالې پیښې د پیکه کولو لپاره د هڅې هدف د حسیني عاشورا له پیغام سره مقابله کول او د مقاومت په جبهې په تیره بیا د عراق  د مقاومت په جبهې کښې د حسیني عاشورا د پیغام د کارندوالي مخه نیول دي .

حسیني اربعین د دوو (۱) سترو اسلامي ملتونو یعني د ایران او د عراق د وحدت او دغه راز د تهران او د بغداد د حکومتونو ترمینځ د تفاهم او د ملګرتیا بیانونکی هم دی .

په تیرو څو کلونو کښې ډیر کوششونه شوي دي چې دښمانان د عراق او د ایران په اړیکو کښې خنډ رامینځته کړي چې  د دواړو هیوادونو د اړیکو سویه راټیټه شي .

د ۲۰۱۸ میلادي کال په سپتمبر میاشتې کښې د عراق په بصرې ښار او په ۲۰۱۹ میلادي کال کښې په نجف ښار کښې د ایران په کنسولګریو باندې بریدونه او په  کربلا کښې د تیرو ورځو د دسیسو په شمول په بیلابیلو مناسبتونو کښې د ایران پرضد شعارونه په همدې لړ کښې ترسره شوي دي .

حسیني اربعین دغه دسیسې شنډوي څرنګه چې د وروستیو ورځو د حسیني اربعین په مراسمو  کښې د عراق ډیرو خلکو د عراق د شهیدانو په څنګ کښې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د شهید قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني یاد او خاطره ولمانځله .

په حقیقت کښې د حسیني اربعین د مراسمو پرضد د یرغل او د دسیسې یو (۱) علت د ایران او د عراق د خلکو ترمینځ د دغو مراسمو وحدت رامینځته کونکي رول ته اړونده دی .