له ایران سره د امریکا د مرستو وړاندیز دروغ دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93418-له_ایران_سره_د_امریکا_د_مرستو_وړاندیز_دروغ_دی
د امریکا د خارجه وزارت ویاندې مورګان اورتیګاس په تیرې سه شنبې ورځ ادعا وکړه واشنګټن په ایران کښې د کورونا ویروس په زیاتیدا اندیښمن دی او امریکا د فرورۍ د میاشتې د لومړۍ(۱) نیټې په شان یوځل بیا له ایران سره د مرستې وړاندیز تکرار کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 08, 2020 02:14 Asia/Kabul
  • له ایران سره د امریکا د مرستو وړاندیز دروغ دی

د امریکا د خارجه وزارت ویاندې مورګان اورتیګاس په تیرې سه شنبې ورځ ادعا وکړه واشنګټن په ایران کښې د کورونا ویروس په زیاتیدا اندیښمن دی او امریکا د فرورۍ د میاشتې د لومړۍ(۱) نیټې په شان یوځل بیا له ایران سره د مرستې وړاندیز تکرار کړ .

د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده پرون د امریکا د چارواکو دغو پوچو ادعاګانو ته په غبرګون  کښې سپارښتنه وکړه له خپلو پیسو د  ایران د استفادې لپاره چې په جنوبي کوریا ، عراق او جاپان کښې بلوکه شوي دي د ایران د خلکو د حق له مخه نیولو لاس واخلئ چې دغه پیسې د کورونا ویروس په وخت  کښې د درملو او د خواړو لپاره استعمال شي .

هغه دې ته په اشارې سره چې موضوع ساده ده زیاته کړه د امریکا چارواکي د خپل هیواد د خزانې وزارت د خارجي شتمنیو د کنټرول له دفتر څخه وغواړي جنوبي کوریا ته اجازه ورکړي چې د ایران پیسې د سویزرلینډ مالي چینل ته انتقال کړي .

په ټوله دنیا کښې د کورونا ویروس له خپریدا سره سره امریکا د ایران پرضد خپل غیر قانوني بایکاټونه زیات کړي دي تر دې چې د درملو جوړونکي شرکتونه یې هم ایران ته د طبي تجهیزاتو او د  درملو د انتقالولو لپاره له هرډول معاملې منع کړي دي .