ظریف، د ایراني بانکونو خلاف د امریکا نوې بندیزونه وغندل
Oct 09, 2020 01:40 Asia/Kabul
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف، د ایراني یو شمیر بانکونو په خلاف د امریکا وې بندیزونه وغندل.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په ټویټر کې د ایراني بانکونو په خلاف د امریکې د نوې بندیزونه وغندل او دا اقدام یې د کرونا په وباء کې د درمل او خوړو لپاره د پیسې ورکولو د پاتې چینلونو د ویجاړولو یو هڅه وګڼله.
محمد جواد ظریف په دوام کې زیاته کړه: د امریکې رژیم اراده لري د کرونا په نړیوالې وبا کې د درمل او خواړو لپاره د پیسو ورکولو باقې پاتې چینلونه ویجاړ کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ظریف په دوام کې ټینګار وکړ: ایرانیان به دا نوې ظلم وزغمي، خو په یو ټولنه کې د لوږې راوستل د انسانیت په خلاف یو جرم دی.
ظریف خبرداری ورکړ: د دې ظلم اجرا کونکي او عاملان له له عدالت سره مخامخ شي.
ټیګونه