د ایران پرضد وسله وال محدودیتونه نن پاې ته ورسیدل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93608-د_ایران_پرضد_وسله_وال_محدودیتونه_نن_پاې_ته_ورسیدل
فارس خبري اژانس وايي له لسو (۱۰) کلونو وروسته د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد وسله وال محدودیتونه نن سهار پاې ته ورسیدل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 18, 2020 02:32 Asia/Kabul
  • د ایران پرضد وسله وال محدودیتونه نن پاې ته ورسیدل

فارس خبري اژانس وايي له لسو (۱۰) کلونو وروسته د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد وسله وال محدودیتونه نن سهار پاې ته ورسیدل .

نن سهار درې نیمې(۳:۳۰) بجې د اټومي تړون د پینځمې(۵) کلیزې په مناسبت د ایران پرضد وسله وال بندیزونه په اتومات ډول پاې ته ورسیدل او له نن ورځې څخه وروسته د ایران لخوا د وسلو اخیستل او بهر ته د وسلو د صادرولو محدودیتونه  لغو شول او د ملګروملتونو د امنیت شورا په ۲۲۳۱ پریکړه لیک په فهرست کښې د ایران په درویشتو (۲۳)حقوقي شخصیتونو باندې د سفرونو بندیز هم ختم شو .

د ایران پرضد د دغو محدودیتونو لغو کیدا په داسې حال کښې دي چې امریکا په تیرو میاشتو  کښې زیاتې هڅې وکړې چې د تهران پرضد دغه محدودیتونه دوام ولري او په همدې لړ کښې یې د ملګروملتونو امنیت شورا ته یو(۱) پریکړه لیک وړاندې کړ چې په یولسو (۱۱) سپينو رایو د امریکا او د ډومینکین ریپبلیک په دوو (۲) موافقو رایو او د چین او د روسیې په دوو (۲) مخالفو رایوسره تصویب نشو امریکا بیا هم ماتي وخوړله .