د ایران۹۰فی صدی دفاعي اړتیاوې په هیواد کې تولیديږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93623-د_ایران۹۰فی_صدی_دفاعي_اړتیاوې_په_هیواد_کې_تولیديږي
د امریکا لپاره داسې پيښه رامینځةشوي چې په امنیت شورا کې د یوه هیواد لپاره هم نه ده رامینځةشوي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 19, 2020 01:30 Asia/Kabul
  • د ایران۹۰فی صدی دفاعي اړتیاوې  په هیواد کې تولیديږي

د امریکا لپاره داسې پيښه رامینځةشوي چې په امنیت شورا کې د یوه هیواد لپاره هم نه ده رامینځةشوي .

 ایرنا خبري آژانس راپورورکړ ، داسلامی  ایران دفاع وزیر  سردار امیر حاتمي  بیګاپه یوه ځانګړي ټيلیویژني  پروګرام کې   د اسلامی ایران په ضد دوسلو د بندیزونو په اټومیټیک ډول پاي ته   رسیدو ته په اشارې سره وئيلي دي  دغه شان توانمنیو ته رسیدا  د امریکا لپاره ډيره ګرانه  ده ، دوي تر دې دمه   نړۍ ته په  دروغو سره وئيلي  چې  دامریکا له ملاتړ پرته یو هیواد هم  هیڅ کار نشي کولی .

 دایران دفاع وزیر  دې ته په اشارې سره چې هغه دباؤنه او بندیزونه چې  امریکا په پرله پسې کلونو کې لګولي دي ، په دفاعي حوزې کې دایران دپرمختګ لامل شوي ، وئيلي ، اسلامی ایران نن سبا  د خپلو دفاعي اړتیاؤ  نوي فی  صده برخه په  داخل کې تولیدوي.

سردار حاتمي  د ایران په ضد دوسلو د بندیز د لغوه کیدا لازیات اهمیّت ، داسلامی ایران د دښمنانو له نظره بللی  او وئيلي ئې دي ، دښمنانو په تیره بیا امریکایانو په تیر یوه کال کې  خپلې درستې هڅې  کارولي چې  دغه محدودیتونه لغوه نشي یا  بیا نوي محدودیتونه ولګول شي ، په دې توګه چې  په دې کار ئې خپل درست توانمنۍ  کارولي ، خو د دوي حیثیّت  له مینځه تللی  او  د امریکا  لپاره داسې پيښه رامینځةشوي چې  په امنیت شورا کې د یوه هیواد لپاره  هم  نه ده رامینځةشوي .  هغه په دې باب د امریکا د خارجه وزیر  پوچو دړکو  او څرګندونو په باب  چې  یو هیواد هم  له اسلامی ایران سره د وسلو دپيرپلور حق نه لري ، هم وئيلي دي ، له ځينو هیوادونو سره خبرې  شوي دي  او په دې اړه  ورسره د پير پلور  لپاره  زمینې برابرې  شوي دي .