د ایران وسله واله سټراټیجي دفاعي ده
د ایران د حکومت ویاند د ایران د اسلامي جمهوریت وسله واله سټراټيجي دفاعي وبلله.
علي ربیعي په ایران باندې د وسلو د بندیزونو ختمیدل د ګډ اقدام د جامع پروګرام له مخې وبلل او ویې ویل: ایران په دې وروستیو پیړیو کښې د هیڅ جنګ پیلونکې نه دې پاتې شوې او د تهران ډوله وسله واله سټراټیجي د دښمنانو په وړاندې د دفاع په بنیاد ولاړه ده.
د ایران د حکومت ویاند زیاته کړه: نړیواله ټولنه د ایران د اسلامي جمهوریت په حقانیت پوه شوې ده او له ایرانه هغه دروغجنه ویرونه یې ختمه کړه چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ ورته لمن وهي.
ربیعي وویل: نړیوالې ټولنې د ډونلډ ټرمپ پیروي ونه کړه او د ایران خلاف د وسلو بندیز چې له اول څخه غیرقانوني او ناروا و، ختم شو.
د ایران د حکومت ویاند همداشان څرګنده کړه چې د امریکې سیاست د وسلو په ډیپو باندې د سیمې بدلول او د امریکې د وسلو جوړولو د شرکتونو لپاره د عاید برابرول دي او د هغو ګټو ته تل د انسانانو په ژوند ترجیح ورکول کیږي.