د ایران د لړم د ۵ نیټې ځینې مطبوعات
د کابل په شیعه میشته سیمې د داعش د ترهه ګرې ډلګۍ په ځان وژونکی حمله کې ۳۰ کسان شهیدان شول ، په دغه حمله کی چی په دشت برچی سیمه کی د کوثر دانش په تعلیمی مرکزر وشوه ، اویا کسان هم ژوبل شوی دي .
دایران درستو ورځپاڼو په شان اطلاعات ورځپاڼۍ هم له کرونا ویروس سره د مقابلې لپاره د رهبرۍ د ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای ویناو ته پراخ انعکاس ورکړی دی .
ورځپاڼه په دې زمینه کې لیکی د اسلامی ا نقلاب معظم لارښود حضرت آيت ... العظمی سید علی خامنه اي له ولسمشر او له کروناسره دمقابلې دملی کمیټې له غړو سره په حضوري کتنې کې ددغې کمیټې دکړچار په قدرونې سره په بیلابیلو هیوادونو کې له دغه منحوس ویروس سره د مقابلې دمدیریّت څرنګوالی ته په اشارې سره وفرمائيل د امریکا په شان په ځينو هیوادونو کې تر ټولو بد مدیریّت اعمال شوی دی ،خو مونږ باید هڅه وکړو، له دغې پيښې څخه چې دخلکو له ژوند اوسلامتیا او د دوي له اقتصاد سره په ارتباط کې دی، په ترټولو ښه مدیریّت سره تیرشو .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود زیاته کړه په هیواد کی ستر کارونه روان دي او په الهي توفیق سره هیڅ یوه پيښه اسلامی ایران نشي درولی ، خو باید دغه خنډونه چې د خوځښت دسستیدا لامل کیږي ، زرترزره لیرې شي .
حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي ،د سم اومناسب مدیریَت داعمالولو لازمه ،د حاکمیّت دچورلټو فیصلو غوره کیدا ، دعمومي افکارو قانع کیدا او د درستو اورګانونو او همداراز د خلکو ملګرتیا وبلله او روښانه ئې کړه ، البته دغه ملګرتیا یوازې له کرونا ویروس سره مقابلې ته ځانګړي نه ده ،بلکې باید په درستو موضوعګانو کې په تیره بیا په سیاسي موضوعګانو کې هم وشي ، ځکه هیواد چې یو قدرتمند ملت ، پياوړی او نوی نظام لري ، په طبیعي توګه په داخلی او نړیوال ډګر کې له ځینو مهمو مسئلو سره مخامخ دی .
دوي همداراز په هیواد کې د داخلی انسجام او اتحاد پر ضرورت په ټينګار سره له ولسمشر او حکومت سره په مخامخیدا کې د ځينو وروستیو اقدام ته اشاره کړې او وئیلي ئې دي ، نیوکې له سپکاویو او بې ا حترامیو سره فرق لري ، دغه ډول چلند او بې احترامۍ ، د هغو امریکایانو کار دی چې په مناظرو او مطبوعاتي کارونو کې ئې ځانونه په دنیا کې رسوا کړ ي دي تر دې چې د دوي یو نامتو سیاسی شخصیّت وائي ، دنیا په وحشت او سپکاویو سره ورته ګوري .
د کابل په شیعه میشته سیمې د داعش د ترهه ګرې ډلګۍ په ځان وژونکی حمله کې ۳۰ کسان شهیدان شول ، په دغه حمله کی چی په دشت برچی سیمه کی د کوثر دانش په تعلیمی مرکزر وشوه ، اویا کسان هم ژوبل شوی دي . د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د کابل ترهګره حمله وغندله او د افغانستان له حکومت او ولس په تیره بیا د دغه جنایت د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړه .
د ترکیې ولسمشر اردوغان له خپل ایرانی همڅنګ ښاغلی حسن روحانی سره په ټیلی فونی تماس کې وویل د امریکا د بایکاټونوپّه وړاندې له ایرانه خپل ملاتړ ته دوام ورکوو .
دلبنان حزب ا... غورځنګ وایی سوډان له تل ابیب سره داړیکو لپاره د دښمن وړیا خدمت کوي .
طالبانو په نیمروز کې د افغانستان د پوځ په مرکز په حمله کی ۲۰ افغان عسکر وژلی دي .
کیهان
د اسلامی ویښتیاد نړیوالې ټولنې عمومی منشی وویل افراط پالنه او د پیغمبراکرم (ص) سپکاوې د یوې سکې دوه مخونه دی .
د یمن انصار ا... غورځنګ په توغندویو اوډرون الوتکو سره دعربستان په پوځی مرکزونو او هوایی ډګرونو حملې کړی دي .
اسلامی ایران د کابل ترهګره حمله وغندله . ورځپاڼه په دې هکله لیکی سعید خطیب زاده په یو ټویټ کښې په دې خبرې سره چې افغانستاني زده کونکي د هغه جنګ قرباني شول چې هیڅکله یې نه وو خوښ کړې څرګنده کړه د ایران اسلامي جمهوریت دغه بوږنونکې جنایت په کلکه غندي او د افغانستان ولس او حکومت ته تسلیت وايي.
ښاغلي خطیب زاده په خپل پیغام کښې لیکلي دي ایران د افغانستان په غم ویرجن دی.
په افغانستان کښې د ایران د اسلامي جموریت سفارت هم د یوې بیانیې په خپرولو سره د کابل د لویدیځ په کوثردانش نومې روزنیز مرکز شوې برید وغنده او د قربانیانو له کورنیو سره د غمرازۍ په ښودلو سره د زخمیانو لپاره د شفا هیله وکړه. د دغې ترهګرې چاودنې زیاتره قربانیان هغه زلمیان دي چې په دغه روزنیزاو تعلیمی مرکز کښې موجود وو.
برتانوی ورځپاڼې اینډی پینډنټ په ډاګه کړه چی د نایجریا ځپونکی عسکر په انګلستان کی روزل کیږی .
په کامرون کی ترهه ګرو اتلس زده کونکی ووژل او دولس یې هم ژوبل کړل .
د سوډان انتقالی حکومت فلسطین د ۸۱ میلیون ډالرو په ژمنې خرڅ کړ .
د کالیفرنیا د پولیسو یوه افسر یو بل تورپوستې وواژه ، خلک بیا د اعتراض لپاره واټونو ته راووتل .
د پیغمبر اکرم ص له سپکونکیو د ماکرون بیا ملاتړ هغه پرضد اعتراضونه او غندنې زیاتې کړی دي .
ابرار
دایران د خارجه وزارت ویندوی خطیب زاده ویلی دی د مسلمانانو عقایدو او اسلامی ارزښتونو ته سپکاوې د منلو ندې .
له اسرائيلوسره سازباز دامریکا ولسمشرته د آل سعود ډالۍده . دصهیونیسټ رژيم د جاسوسي ادارې موساد مشر یوسی کوهن په یولړڅرګندونو کې وئیلی دي ، آل سعود رژيم غواړي د عربستان او ددغه رژيم داړیکو عادي کیدا به دامریکا د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته اعلان شي ، ځکه ریاض ګروهنه لري له اسرائيلو سره سازباز د امریکا راتلونکي ولسمشر ته دعربستان له خوا یو ډول ډالۍ شي . یوسی کوهن روښانه کړې ده له صهیونیسټي رژيم سره د عربستان د اړیکو د عادي کولو په موافقې کې به په ریاض د امریکا د وسلو خرڅلاؤ هم شامل وي .
اسماعیل هنیه د ساز باز موافقې به د سیمې د نقشې د انځورولو لامل نشي .
د یمن پوځ او ولسی ځواک د عربستان پر دوو هوايي ډګرونو او یوې پوځي اډې د ډرون حملې کړی دي .دا د عربستان د تیری ګر ایتلاف د جنایتونو په ځواب کې شوی دي .
د عراق لومړی وزیر الکاظمی وایی سوله ایزې مظاهرې د خلکو مسلم حق دی .
اسلامی ایران د ایف اې ټی ایف په تور لیسټ کې پاتې شو .
د تایلینډ لومړې وزیر پرایوت چان اوچا وایی استعفا نه ورکوی .