د پیغمبراکرم سپکاوي کونکو له انسانیته هیڅ ګټه نه ده پورته کړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93850-د_پیغمبراکرم_سپکاوي_کونکو_له_انسانیته_هیڅ_ګټه_نه_ده_پورته_کړې
د اسلامی نړۍ د وحدت چورلیز ته شا کول او له جعلي ، ترهه ګر او غاصب صهیونیسټي رژيم سره داړیکو عادي کول ، په اسلامی امت کې د درز اوتفرقې بنسټ کیښودل دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 29, 2020 11:54 Asia/Kabul
  • د پیغمبراکرم سپکاوي کونکو له انسانیته هیڅ ګټه نه ده پورته کړې

د اسلامی نړۍ د وحدت چورلیز ته شا کول او له جعلي ، ترهه ګر او غاصب صهیونیسټي رژيم سره داړیکو عادي کول ، په اسلامی امت کې د درز اوتفرقې بنسټ کیښودل دي .

د ایران  د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف  د اسلامی  وحدت د نړیوال کنفرانس په پرانیستونکو دستورو کې په ویډیو ئي  وینا کې  وئيلي دي ،د اسلام دګران پيغمبر او قرآن کریم  په شان  کې هرډول سپکاوی ، د درستو نبیانو  او آسماني کتابونو سپکاوی دی  او هر کس او بهیر  چې  دغه شان جنایت وکړي ، نو له انسانیت او اخلاقو ئې هیڅ  ګټه نه ده پورته کړې .

 باقر قالیباف  ټينګار کړی ،  داسلامی امت مشترکات دومره  زیات دي چې   دتفرقې اوشخړې  لپاره هیڅ پلمه نه پاتیکیږي .

د ایران د اسلامی شورا مشر ددې خبرې په کولو سره  چې د فلسطین موضوع  هماغه شان د اسلامی نړۍ لومړنۍ موضوع ده  او  دفلسطین له آئيډیا او قدس شریف څخه  ملاتړ ، ددرستې نړۍ  د مسلمانانو ترمینځ  پیونداچونکی دی ،زیاته کړې ،د  اسلامی نړۍ د وحدت  چورلیز  ته شا کول او له جعلي ، ترهه ګر او غاصب صهیونیسټي رژيم  سره داړیکو عادي کول ، په اسلامی امت کې د درز اوتفرقې بنسټ کیښودل دي . هغه په عین حال کې روښانه کړې ده ، له صهیونیسټي وحشي رژيم سره د ګوته په شمیر عربو هیوادونو داړیکو عادي کول،سره له دې چې  دفلسطین له  آئيډیا سره   ښکاره خیانت دی ، خو هیڅکله به هم  دخپلو حقوقو دپوره کیدا لپاره د فلسطین داصیلو خلکو او مقاومت په هوډ کې   خار پار  رانه ولي .

Image Caption

 

د اسلامی وحدت د څلوردیرشم نړیوال وحدت په نننی ویبنار کې د بحرین د مسلمانانو تکړه او مبارز دینی عالم  آیت ا... شیخ عیسی قاسم  هم  په ویډیوئي وینا کې د فلسطین  موضوع، له صهونیسټ رژيم سره د اړیکو عادي کول او په نړۍ کې  دکروناویروس خوریدا درې سترې بلاګانې  او د انسان لپاره  برخلیک ټاکونکی امتحان بللی او وئيلي ئې دي ،درست انسانان  ، د صبر ، مقاومت ، وحدت ، جدیّت ، رسالت  او دکرامت او عزت  د احساس لپاره   د د رو الهي  امتحاناتو په وړاندې  له مقاومت اودریدا پرته بله هیڅ لاره نه لري . 

Image Caption

 

ټاکل شوې د ه  په  دغه ویبنار   کې  چې  دربیع ا لاول تر ا ولسمې نیټې پورې به دوام ولري ، دنړۍ له ۴۷هیوادونو او اسلامی نړۍ څه دپاسه ۱۶۷ نامتو شخصیتونه  او همداراز یو سل شل داخلی وینا وال  د کنفرانس  دموضوعګانو په تیره بیا   له مصیبتونو اوبلاګانو او  کرونائي بحران سره په مخامخیدا کې د اسلامی ملګرتیاؤ  په باب  ویډیو ئي ویناوې وکړي .

Image Caption
Image Caption
Image Caption
Image Caption