ایران خپلو سرحدونو ته نږدې د ترهګرو شتون نه زغمي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د قره باغ سیمې شخړې ته د ترهګرو د انتقالولو او هلته د ټروریسټانو د دیره کولو په هکله خبرداری ورکړ .
جواد ظریف نن زمونږ له خبریال سره په په مرکه کښې د قره باغ سیمې ته د داعش ډلې د پاتې شونو او د نورو ترهګرو د انتقالولو له کبله ناامنینو او له ترهګرو ډلو سره د مقابلې لپاره د ایران د ډیپلوماسۍ د ادارې د سلامشورو په هکله وویل ایران تقریبا ډاډمن دی چې د قره باغ سیمې په جنګونو کښې ترهګر شته او تهران ټينګار لري دغه کار د هیڅ هیواد په ګټه نه دی .
د ایران د باندنیو چارو وزیر جواد ظریف زیاته کړه ایران د اذربایجان جمهوریت ، د ارمنستان ، د روسیې او د ترکیې له چارواکو سره په وروستیو خبرو کښې قره باغ سیمې ته د ترهګرو د انتقالولو او د ټروریسټي ډلو د شتون په هکله اطلاعات هغوې ته ورکړي دي او ټینګار یې کړی دی چې د ایران اسلامي جمهوریت به دغه کار ونه زغمي .
هغه ټینګار وکړ همدااوس دغه ترهګر د ایران سرحدونو ته نږدې شتون نلري خو دغه احتمال شته چې دغه ټروریسټان اوس هم د ایران له سرحدونو سره په واټن کښې شته .
جواد ظریف دغه راز په قره باغ سیمه کښې د سولې د ټینګولو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت پلان ته په اشارې سره وویل د ایران د سولې پلان یوازې په اووربند پورې مربوط نه دی بلکې د هغه چوکاټ پراساس د جنګونو د ختمولو په لور حرکت دی چې د دواړو لورو د ژمنې په اعلان سره د یو شمیر اصولو په ټولګې سره پیلیږي او له ټولو نیواکي سیمو څخه د نیواکګرو ځواکونو د وتلو په شان اقداماتو سره دوام مومي .