د اسلامي ایران او د چین خبرې نه دي دریدلي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93963-د_اسلامي_ایران_او_د_چین_خبرې_نه_دي_دریدلي
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتیجې تر اعلان پورې د جامعو ملګرتیاو د سند په هکله د چین او د ایران د خبرو اترو د بندیدا خبر دروغ وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 04, 2020 01:17 Asia/Kabul
  • د اسلامي ایران او د چین خبرې نه دي دریدلي

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتیجې تر اعلان پورې د جامعو ملګرتیاو د سند په هکله د چین او د ایران د خبرو اترو د بندیدا خبر دروغ وباله .

هغه بیګا وویل ایران او چین د تړون د جزیاتو په هکله د خبرو اترو په حال کښې دي او ترلاسه شوي نتیجې اعلانیږي .

خطیب زاده وویل د پینځویشت (۲۵) کلن تړون په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت او د چین خبرې اترې په جدیت سره د ترسره کیدا په حال کښې دي او هغه د هیڅ هیواد په تیره بیا د امریکا له انتخاباتو سره هیڅ تړاو نلري .

د ایران او دچین د جامعو ملګرتیاو پروګرام چې د تدوین او د فاینل کیدا په حال کښې دی نن سبا د امریکا د چارواکو په یوې (۱) اصلي اندیښنې بدل شوی دی .

د ایران اسلامي جمهوریت او د چین د دوو(۲) خپلواکه او قدرتمنو هیوادونو په توګه تل د امریکا د سلطه غواړو اقداماتو او سیاستونو په وړاندې مقاومت کړی دی .