له کابله ترویاناپورې دناکراریو عاملان دجنرال سلیمانی قاتلان دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93970-له_کابله_ترویاناپورې_دناکراریو_عاملان_دجنرال_سلیمانی_قاتلان_دي
نړۍ به د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دقدس ځواک د وخت قوماندان جنرال شهید قاسم سلیماني پرته کراره نه وي او ددغو ناکراریو اوبې ثباتیو مسئولیّت د هغه چا د ناځوانمردانه ترور د عاملانو او آمرانو په غاړه دی ، چې له داعشي جنایتکارو سره وجنګید او د سیمې او حتی د اروپا او امریکا لپاره ئې امنیت ډالۍ کړی ؤ .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 04, 2020 08:41 Asia/Kabul
  • له کابله ترویاناپورې دناکراریو عاملان دجنرال سلیمانی قاتلان دي

نړۍ به د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دقدس ځواک د وخت قوماندان جنرال شهید قاسم سلیماني پرته کراره نه وي او ددغو ناکراریو اوبې ثباتیو مسئولیّت د هغه چا د ناځوانمردانه ترور د عاملانو او آمرانو په غاړه دی ، چې له داعشي جنایتکارو سره وجنګید او د سیمې او حتی د اروپا او امریکا لپاره ئې امنیت ډالۍ کړی ؤ .

زمونږخبریال راپور راکړ په آذربایجان جمهوریت کې د اسلامی ایران  سفیر سید عباس موسوي  دافغانستان په کابل کې  دترهه ګرې بوږنونوکي پيښې  د وژل شوو کسانو د عکسونو په خپرولو سره په خپل ټوئيټر  چینل  کې لیکلی دي ، له کابله تر ویانا پورې  داعشي ترهه ګري په اوج کې ده .

عباس موسوي  زیاته کړې ده ، نړۍ به د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دقدس ځواک د وخت قوماندان جنرال شهید قاسم سلیماني  پرته  کراره  نه وي او  ددغو ناکراریو اوبې ثباتیو  مسئولیّت د هغه  چا د ناځوانمردانه  ترور  د عاملانو او آمرانو په غاړه  دی ، چې  له داعشي جنایتکارو سره وجنګید او د سیمې او حتی د اروپا او امریکا لپاره ئې  امنیت ډالۍ کړی ؤ .

هغه روښانه کړې ،باید نړیواله ټولنه دې په خود کې شي ،  هغه څوک  چې  داعشي جنایتکار ئې پاللي او  نړۍ ورباندې ناکراره کړې  اوس  هم  خپلو هماغو کرغیړنو اقداماتو ته  له همدغو جنایتکارو څخه په ملاتړ سره دوام ورکوي .